1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د لوږي کچه مخ پر کمېدو ده

۱۳۸۹ مهر ۲۵, یکشنبه

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼي د نړيوال سازمان FAO د اټکل له مخه د لوږي سره د مخامخ خلکو شمېر سږ کال اویا ملیونو کم سوی دی.

https://p.dw.com/p/PgBS
« اوس د کرهنیزو ځمکو پر سر یوه نړيواله سیالي پیل سوې ده»
« اوس د کرهنیزو ځمکو پر سر یوه نړيواله سیالي پیل سوې ده»

پروسږ کال دا شمیره 975 ملیونه و چي سږ کال 925 ملیونو ته را کښته سوې ده.خو سره ددې هم مرستندویه او د بشري حقونو ټولنې اندیښمني دي.

دBrot für die Welt یعني ډوډۍ د ټولي نړۍ دپاره سازمان په خبره « د نړۍ وال بانک د راپور د مخه یوازې په ټوله نړۍ کې د 2008 او 2009 کال په منځ کې 46،6 ملیونه هکټاره کرهنیزه ځمکي بهرنیو شرکتونو ته یا په اجاره ورکړل سوي او یا یې پر سر خبرې رواني دي. چي ددې ځمکو 70 فې صده په افریقا کې دي.»

د اقتصادي بحران وروسته یو وار بیا لویو شرکتونو د کرهڼي په برخه کي پانګه اچوني ته مخه کړې ده.

د ډوډۍ د ټولي نړۍ د پاره سازمان استازې کارولین کالینیوس وایي: « اوس د کرهنیزو ځمکو پر سر یوه نړيواله سیالي پیل سوې ده. په دې ځمکو اوس د پخوا په څیر پنبه، قهوه او ککو نورو هیوادو ته د واردولو دپاره نه کرل کیږي. بلکي دلته اوس نورو هیوادو ته د واردولو دپاره ، وریجي، جوار او د زراعتي تیلو د لاسته راوړني دپاره ځیني بوټي کرل کیږي.»

دغه سازمان چي په نړۍ کې د خوراک د اړتیا د پوره کولو دپاره کار کوي دا غوښتنه کوي چې باید د کرهینزو ځمکو په ویش کي د بې وزلو هیوادونو ضروریات په نظر کي ونیول سي.

زابينا/ برېښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل