1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان کریکټ بورد نوی اجراییه رییس وګوماره

۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه باندې د دې ادارې د نوي اجرائیه رییس د ګمارني خبر ورکړ. تر دې وروسته به لطف الله ستانکزی د افغانستان د کریکټ بورد د اجراییه ریاست چارې پر مخ وړي.

https://p.dw.com/p/3LrsV
Afghanistan Neuer Vorsitzender der ACB Azizullah Fazli
انځور: Afghanistan Cricket Board

دا په داسې حال کې ده چې کریکټ بورډ تر دې مخکې په نړیوال جام کې د افغانستان تر خرابو لوبو او د ځینو مدیریتي ستونزو په اړه د نیوکو تر رابرسیره کیدو وروسته، د پخواني سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان، دنده ځنډولې وه. پر هغه سربیره د دې ادارې د دوو نورو کارکوونکو دندې هم ځنډول شوې وې.

کریکټ بورډ د نوې ګومارنې په اړه ویلي دي: «په دې پروسه کې د دغه بست له پاره [اجراییه ریاست] اوولس تنو خپل تحصیلي اسناد سپارلي ول چې له هغې ډلې څخه دولس تنه شارټ لست او د مرکې له پاره راوبلل شول. »

کریکټ بورد روښانه کړې ده چې تر مرکو وروسته لطف الله ستانکزی، په دې دنده ګومارل شوی دی. ستانکزي تر دې مخکې په کریکټ بورد کې د رسنیو او بازار موندنې د څانګې د مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده.