1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگر هار کي د کبانو د زيات توليد مخه نيول کيږي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۵, یکشنبه

په ننګرهار ولايت کي د کبانو په روزنه يو شمير بوخت کسان وايي چي د کبانو د نسل د زياتوالي له پاره د مناسب ځای نه درلودل ددې باعث سوي چي کارونه يې په ټپه ودريږي او د کبانو د زيات توليد مخه يې نيول سوې ده.

https://p.dw.com/p/11GMB
« زموږ د کبانو د روزلو له پاره مناسب ځای نه سته»
« زموږ د کبانو د روزلو له پاره مناسب ځای نه سته»انځور: Sanel Kajan

د کب روزونکو په وينا له ګاونډي هيواد پاکستانه د سالمو کبانو پرځاى د ناروغ کبانو کوچني بچيان راوړل، د کبانوپه روزنه کي دهمدي برخي د کارکوونکو ناپوهي ، او د کبانو د ناروغۍ پرمهال ناسم تشخيص هغه څه دي چي، په ختيځ او په ځانګړې توګه ننګرهارکي يې د کبانود توليد د زياتوالي له پاره خنډونه جوړکړي.

د ننګرهار ولايت يو تن کب روزونکی خان محمد وايي چي د کرهڼي رياسته څخه ګيله من دی چي د کبانو د روزني په برخه کي يې هيڅ ډول همکاري نه ده ور سره کړې.

« زموږ د کبانو د روزلو له پاره مناسب ځای نه سته چي توليد يې زيات سي ، موږ له دولته غوښتنه کو، چي بايد زموږ سره همکاري وکړي ترڅو ستونزي مو حل سي.»

د ننګرهار د کب روزونکو د اتحاديې يو تن مسول المان ږغ ته وويل چي دوی تل د زراعت له رياست سره خپلي ستونزي شريکي کړي خو په وينا يې، دولت ددې پرځای چي ورسره همکاري وکړي نور يې هم د دوی پښې وهلي.

« دولت موږ نه پريږدي چي د کبانو د روزلو پروسه کاميابه سي ، موږ هر وخت له دوی سره خپلي ستونزي شريکي کړي دي. خو حل لا څه چي زموږ پښې يې وهلي او ستونزي يې نوري هم راته ډيري کړي.»

د کب روزونکواو ددوی د ټولني د ريس د نيوکو په اړه د ننګرهار د کرهڼي ريس انجنرمحمدحسين ساپى وايي چي په ننګرهارکي د پي ارټي ياولايتي بيارغوني ډلي ورسره منلې ول چي ، د کبانو د نوي نسل د روزني له پاره ورته د ختيځ په کچه يو پالنځاى جوړکړي. خو په وينا يي چي تراوسه پي ار ټي پدې اړه کوم مثبت ګام نه دی پورته ګړی.

خوداچي ، د ننګرهار په کومو سيمو کي د کبانو څو روزنځايونه موقيعت لري؟ او په څومره موده کي ترينه څومره کبان تر لاسه کيږي. د کبانو د ټولني رئيس مطيع الله فضل يار په خبره په شپږو والسواليوکي پنځه پنځوس پالنځايونه يا فارمونه لري او په کلنۍ کچه تري يوسل او پنځوس ټنه يا يوسل اوپنځوس زره کيلوګرامه کبان توليديږي.

د کب روزني پالنځايونه چي، د ځينو دولتي او نادولتي ادارو په خواکي په شخصي پانګونه جوړسوي پري دامهال دختيزو ولايتونو په ګډون د هيواد د نورو سيمو په سلګونه تنه وګړي په کاربوخت دي.

دکب روزوني د برخي ځني کارپوهان په دې باوردي چي، که چيري په افغانستان کي د ټولواړينو امکاناتو په پام کي نيولوسره د کب روزني نوي ځايونه جوړسي نوښايي د افغاني کبانو توليد اوعايد لازيات سي.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل