1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کې د حکومتي عملیاتو پر مهال دوه ښوونکي وژل شوي دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د ننګرهار یوه ځايي چارواکي د پنجشنبې په شپه په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دوو ښوونکو په ګډون د څلور کسانو د وژل کیدو خبره کړې. په پیښه کې یو بل ښوونکي ټپي شوی هم دی.

https://p.dw.com/p/3IDQ9
Afghanistan Kämpfe gegen IS und Flucht von Zivilisten
انځور: DW/Omid Deedar

د چپرهار یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل چې تېره شپه شا او خوا یوه بجه د دغې ولسوالۍ په اغزو سیمه کې د ننګرهار له هوايي ډګر څخه رهبري کېدونکې «۰۲ قطعې» عملیات کړي چې پکې د دوو ښوونکو په ګډون څلور کسان وژل شوي او د مولوي نورآغا په ګډون پکې یو شمېر ټپيان دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند آصف شینواري، دویچه ویله ته وویل چې عملیات د اغزو په کلي کې د ننګرهار لېسې برحاله سرپرست مدیر مولوي نور آغا، پر کور تر سره شوي چې په ترڅ کې يې نوموړی ټپي شوی او دوه زامن یې وژل شوي دي. د ننګرهار لېسه په جلال آباد ښار کې پرته ده. شينواري زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د چپرهار د مسلکي انستیتیوت استاد ګل جان، د هغه زوی او د چپرهار لېسې ښوونکی هم وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله  خوږیاڼی د عملیاتو پخلی کړی خو ويلي یي دې چې د پېښې په اړه به بشپړ معلومات وروسته له رسنيو سره شريک شي. دا په داسې حال کې ده جې د «۰۲ قطعه» چارواکي هم د خپلو عملیاتو په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

اميد ديدار ، ننگرهار