1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کې امریکایي الوتکه رالویدلې

۱۳۹۴ مهر ۱۰, جمعه

یوه امریکایي C-130 ډوله ترانسپورتي الوتکه په ننگرهار کې رالویدلې ده، چې په پایله کې یې د پنځو امریکایانو په شمول یوولس تنه وژل شوي دي. طالبانو ادعا کړې ده چې الوتکه دوی ویشتلې ده.

https://p.dw.com/p/1GhVk
انځور: Jacopo Raule/Getty Images

تیره شپه د ننگرهار په هوایي ډگر کې یوه امریکایي ترانسپورتې الوتکه رالویدلې ده. د ناټو یوه ویاند ویلي دي چې دغه پیښه د پنجشنبې د شپې په نیمه کې رامنځ ته شوې ده.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي دي چې په پیښه کې شپږ تنه امريکايي عمله او پنځه ملکي کسان وژل شوي دي.

زیاته شوې ده چې ملکي کسان هغه قراردادیان ول چې د ناټو «د پریکړنده ملاتړ» له روزنیز ماموریت سره یې کار کاوه.

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ ویلي دي چې د الوتکې د رالوید د علت په هکله پلټني کوي. یوه امریکایي چې د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبري کړي، ویلي دي چې د دښمن د فیر هیڅ کومه نخښه نښانه نه لیدل کیږي.

طالبان د الوتکې د ویشتلو ادعا کوي

د دغي ترانسپورتي الوتکې د سقوط په هکله ډیر جزئیات لا نه شته. اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان ادعا کوي چې دغه ترانسپورتي الوتکه یې ویشتلې ده. خو آژانس زیاتوي چې دغه ډله د جگړې په ډگر په مبالغه کولو مشهوره ده.

د ناټو د معلوماتو له مخې د افغانستان په ختیځ کې د ائتلافي ځواکونو شا او خوا ۱۰۰۰عسکر میشت دي، چي پکښې د متحدو ایالاتو او پولنډ عسکر شامل دي.

همداشان په ختیځ کې د افغانستان د اردو ۴۰۰۰۰ ځواکونه هم شته. په ټول افغانستان کې ۳۵۰۰۰ ملکي قراردادیان شته چې له ائتلافي ځواکونو سره کار کوي.