1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کي بل سړک ډمبر او د ترافيکو پر مخ پرانستل سو

۱۳۸۸ بهمن ۸, پنجشنبه

په دري نور ولسوالۍ کي لس کيلو متره سړک ډمبر او د ترافيکو پر مخ پرانستل سوی دي...

https://p.dw.com/p/LirP
يو سړک د ډمبرولو پر مهال
يو سړک د ډمبرولو پر مهالانځور: DW

دغه سړک د يوي غونډي پرمهال د ننګرهار والى ګلاغا شېرزي په ګډون د يوشمېر دولتي مئسولينو لخوا رسما پرانيستل شو،د والى په وينا ددغه په جوړيدو سره به د دري نور ولسوالۍ دخلکو د ژوند ګڼي ستونزي هواري شي، نوموړي د دري نور ولسوالۍ له خلکوسره ژمنه وکړه چې دبيارغوني په برخه کې به يو شمېر نوري پروژي هم پدغه ولسوالۍ کې د خلکو د هوسايني لپاره پلي کړي، د والى په ويناسړک د ژوند د پرمختګ د لومړنيوستونزوڅخه بلل کېږي چې د سړک په جوړيدو سره د امنيت ترڅنګ سېمي ته ابادي او د بيارغوني د کارونو لپاره ښه زمينه برابريږي.

د ننګرهار د فوايد عامي ريس اينجنر محمدعارف وایی ددري نور ولسوالۍ دغه سړک دجلال اباد-کونړ دلويي لاري څخه د خيوي په ولسوالۍ کې بيليږي،دده په وينا د خيوي څخه د دري نور ولسوالۍ تر مقــام پوري دغه سړک لس نيم کــيلو متره اوږدوالي او لس متره عرض لري چې په اوه متره باندي لس سانتي متره قير اچــول شوي او دري متره يي غاړي دي.

دده په وينا پدغه سړک باندي دري ميلونه اودوه سوه زره امريکايي ډالرو پوري لګښت راغلي چې د متــحده ايالاتو د ميشتي بيا رغوني ولايتي ډلي يا پې ار ټي لخوا ورکړل شوي دي،د ننګرهار دفوايد عامي ريس وايي ددغه سړک کيفت ښه او د اتلسو مياشتو په اوږدوکې يي لومړى ښه جغل کاري اوبيا اسفالت شويدي.

ددري نور ولسوالۍ یو اوسیدونکی حفيـظ الله ددغه سړک د قیر د پرانیستو پرمـــهال وویل دوی پخوا د ژوند له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريــوان وه خو دد غه سړک په جوړیدو سره په ژونــد کی به د پام وړ ښه والی رامنځ ته شی،دده په وینا سړک د کلی او ولس ابادي ده او د سړکونو په جوړیدو سره د خلکو په ژوندکي بدلون راځي او هم خلک کولای شی له بازارونو سره خپلی اړیکی ټینګی کړي چی د ژوند ورځني چاري به يي هم ورسره ښې سي. نوموړي هم له دولت غوښتنه وکړه چې ددري نور ولسوالۍ سربېره په ټول ننګرهارکې د سړکو نو په برخه کې د خلکوستونزي هواري کړي.

کامران/ جلال آباد

کتونکی. زيارمل