1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په نایجیریا کې وسله والو غلو ۴۰ کسان وژلي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

وسله والو غلو د نایجریا په کادونا ایالت کې پر یوه کلي باندې برید کړی او ۴۰ کسان یې وژلي دي. د نایجیریا په لیریو پرتو سیمو کې تاوتریخوالی اوس په یوې ستري ستونزي بدل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2xH3Q
Nigeria - Kanduna
انځور: Getty Images

د کادونا د پولیسو کمیشنر اوستین ایوار، د یکشنبې په ورځ وویل چې د ګواسکا د کلي له شاوخوا د شنبې په ورځ ۴۰ مړي ترلاسه شوی دی. پر دې سیمه باندې وسله والو غلو د شنبې په ورځ برید کړی وو.

ګواسکا په هغه سیمه کې پروت دی چې پکښې د مادي سرچینو پر سر د بیلابیلو ډلو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده. په دې سیمه کې د مالداره کوچیانو او ځايي بزګرو ترمنځ پر سرچینو باندي نښتي وي.

ایوار وویل چې په نښتو کې ډیر پیاوړي ځايي دفاعي ملیشې او غله ښکیل ول. د پولیسو یوه مشر ابراهیم ایدریس، ویلي دي چې تر پیښې وروسته سیمې ته چې نزدې ۳۰۰۰ اوسیدونکې لري، شاوخوا ۲۰۰ پولیس او د ګزمو ۱۰ موټر استول شوي دي.

وسله وال غله

یوه ځایي اوسیدونکي چې له وسله والو غلو سره یې جګړه کړې ده رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکي له ګاونډي ایالت زمفارا څخه وسله وال غله ول.

یوې سرچینې چې د خپل نوم له اخیستلو څخه یې ډډه کړې، ویلي دي: «په مړو کې هغه ماشومان هم شامل ول چې خپلو والدینو پرې ايښي ول.»

هغه زیاته کړې ده: «هغوی [بریدکوونکو] ډیرو کورونو ته اور اچولی دی.»

د پولیسو یوې بلې سرچینې رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په پیښه کې ۴۵ کسان وژل شوي دي. د شنبې تر پیښې مخکې په نایجیریا په دوو نورو ایالتونو کې هم ورته پیښې رامنځ ته شوي دي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي ول.

پر پولیسو باندې ډیر کار

په نایجیریا کې ډیر وخت پولیس او پوځ په یوه وخت کې په ډیرو ځایونو کې مصروف وي. په دې هیواد کې د بوکو حرام ډله په شمال ختیځ کې، یاغیان او غله په ختیخ برخه کې شتون لري چې امنیتي ځواکونه یې پر ضد جنګیږي.

په نایجیریا کې مخ پر ډیریدونکې ناامني په راتلونکو ټاکنو کې د بحث په یوې اساسي موضوع بدله شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د نایجیریا اوسنۍ ولسمشر محمد بوهاري، غواړي د دویم ځل له پاره د دې هیواد د مشر په توګه وټاکل شي.

بوهاري په ۲۰۱۵م کال کې ژمنه کړې وه چې نایجیریا ته به امنیت راوړي، خو پر هغه باندې نیوکه کیږي چې په دې ژمنه کې پاتې راغلی دی.

تیره میاشت د ACLED په نوم بنسټ وویل چې یوازې په روان کال کې د نایجیریا په بیناو ایالت کې ۳۸۵ کسان په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

ms/nz (Reuters, AFP, AP)