1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نايجريا کي دوو چاودنو ۱۱۸ انسانان وژلي دي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

د نايجريا د جوس ښار په يوه داسي مارکېټ کي چي گڼه گوڼه پکښې زياته وي د دوو موټربم په چاودنو کي نزدې ۱۱۸ کسان وژلي سوي دي. ويل کيږي چي دغه بريدونه کيدای سي د بوکو حرام ډلي له خوا ترسره سوي وي.

https://p.dw.com/p/1C3cw
انځور: picture alliance / AP Photo

د نايجريا د بېړنيو لاتو ادارې وياند نيما، ويلي دي چي په دغو غبرگو چاودنو کي چي د دغه هيواد د مرکزي برخي په جوس ښار کي رامنځ ته سوي دي سخته مرگ ژوبله اوښتې ده. هغه ويلي دي چي په دغه بازار کي تر نړېدلو ديوالونو لاندي کېدای سي نور جسدونه هم پيدا سي.

عيني شاهدنو ويلي دي چي په دغو چاودنو کي په لسونو انسانان نور ټپيان سوي دي. د دوی په خبره ډير داسي کسان چي کالي يې په وينو لړلي ول يوې او بلي خوا ته يې ځغستل. دغه بازار ته نژدې يو روغتون او نورو ودانيو ته هم زيان رسېدلی دی.

جوس په پلاتو ښار پوري اړه لري چي د عيسوي ميشتو جنوب او مسلمان مېشتو شمال تر منځ پروت دی. په تيرو وختونو کي هلته هروخت يو د بل په مقابل کي زور زياتی ترسره سوی دی. د دغو زور زياتيو سبب په اغلب گومان مذهبي انگېزې دي.

بوکو حرام افراطي ډله چي د نايجريا په شمال مسلمان مېشته سيمه کي د يوه اسلامي حکومت د جوړولو له پاره جنگيږي د۲۰۱۲ کال په جولای مياشت کي يې جوس ښار ته نژدې د فاتحې پر مراسيمو باندي يرغل کړی وو. اوس داسي اټکل کيږي چي دغه بريدونه دي هم تندلارو اسلامي ډلو ترسره کړي وي. خو دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي چا تر سره کړي دي.

پر بوکو حرام باندي د م.م. بنديزونه

له ۲۰۰۹ کال راهيسي بوکو حرام ډله نه يوازي د نايجريا پر پوليسو، عسکرو او وگړو باندي بريدونه کوي، بلکي پر کليساوو او ښوونځيو باندي يې هم کوي. د روان مېلادي کال د اپريل مياشتي په نيمايي کي دغي ډلي د نجونو له يو ښوونځی څخه نزدې ۲۰۰ تنې وتښتولې چي ډيري يې تر اوسه هم ورسره يرغملي دي.

د نايجريا حکومت د ملگرو ملتونو له امنيت شورا څخه غوښتي دي چي بوکو حرام ډلي دي ديوه تروريستي سازمان په توگه طبقه بندي کړي او پر دغي ډلي باندي دي له القاعدې ډلي سره د تماس لرلو په خاطر نور بنديزونه هم ولگول سي.