1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میلیونونو انسانان د غلامانو په توگه ژوند کوي

دویچه ویله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د یوې څیړنې له مخې په نړۍ کې شا او خوا ۳۶ میلیونه انسانان د غلامانو په توگه ژوند کوي. په دغه څیړنه کې راغلي چې تر ټولو زیاتې پیښې په هند کې پيښې شوي چې شا او خوا ۱۴میلیونه انسانان د سختو استثماري شرایطو قربانیان دي.

https://p.dw.com/p/1Dp4r
انځور: imago/imagebroker

د گلوبل سلیوري انډکس (GSI) په حواله په ټوله نړۍ کې د سړو، ښځو او ماشومانو په شمول شا او خوا ۳۵،۸ میلیونه انسانان د «عصري غلامۍ» قربانیان دي. دغه شمیر د نوموړې ادارې له خوا د خپور شوي وروستي رپوټ په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالې ښکاره کوي. د دغه څیړنې له مخې د عصري غلامۍ په هکله چې په کومو ۱۶۷ هیوادونو کې څیړنې شوي دي، په ټولو کې دغه څه موندل شوي دي. رپوټ زیاتوي چې په دغو هیوادونو کې د هندوستان لومړی ځای لري چیرې چې د عصري غلامۍ څخه د اغیزمنو شویو کسانو شمیر ۱۴،۳ میلیونه کسانو ته رسیږي.

د غلامۍ ژوند په هکله رپوټ د (Walk Free) په نامه یوې غیرې دولتي ادارې د دوشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۱۷) خپور کړ. په دغه رپوټ کې د غلامۍ نوې ډولونه هم له پامه نه دي غورځول شوي. د رپوټ پر اساس د غلامۍ د عصري یا نوي ډولونو له امله د پخواني رپوټ په پرتله اوس د هغو کسانو شمیر چې د غلامانو په توگه ژوند کوي لوړ شوی دی.

د واک فري ادارې مرکزي دفتر په استرالیا کې دی. د دغې ادارې د مشر ایندریو فارست، په خبره دا نظر غلط دی چې ویل کیږي غلامي د تیرې زمانې خبرې دي یا دا چې په جگړه ځپلو او بې وزله هیوادونو کې وي.

د دغه رپوټ په حواله له کروندو څخه د پنبې راټولول، د کوکنارو او چرسو کرکیله، په زور او جبر سره بدلمنۍ ته اړایستل، د جگړو له پاره د خلکو جلب او جذب او یا هم په کورنو کې د صفایي کارونه دا ټول د غلامۍ له نوو ډولونو څخه شمیرل کیږي.

د دغه رپوټ پر اساس په ۵۸ هیوادونو کې د لسگونو قسمه توکو د تولید په برخه کې له خلکو څخه په زور کار اخیستل هم د غلامۍ یو نوی ډول دی. د غلامۍ په برخه کې دغه نوې سروې د نړۍ په ۱۶۷ هیوادونو کې ترسره شوې ده. په ازبکستان کې حکومت هر کال د مني په فصل کې یو میلیون خلک د پنبې نبات کرلو ته هڅوي.

همداشان د دغه څیړنې د پایلو په حواله د پور په ورکړې سره د یو چا په بیگار نیول هم په دې گتگورۍ کې راځي. جبري ودونه، د ماشومانو بیگار نیول او یا د هغوی خرڅول او د انسانانو قاچاق هم د غلامۍ له پاره د جوړ شوي تعریف په چوکاټ کې راځي.

په دغه څیړنه کې دا هم ویل شوي دي چې په دې وروستیو کې په هندوستان کې داسې گامونه پورته شوي دي چې له امله به یې په دغه هیواد کې تر استثمار لاندې ژوند تیرونکو کسانو شمیر را ټیټ شي.

د غلامۍ پر ضد په مبارزه کوونکو هیوادونو کې هالنډ، ناروې، استرالیا، ایرلینډ، بریتانیا، گرجستان او اتریش شامل دي. خو له دې ټولو سره سره، د اروپا په وچه کې د غلامۍ د نوي معیار پر بنسټ ۵ لکه او ۶۶ زره انسانان د عصري غلامۍ قربانیان دي.