1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مکسیکو کي سرچپه ودانۍ جوړیږي

۱۳۹۰ اسفند ۱۹, جمعه

اوس نو لوړي ودانۍ څوک نه حیرانوي، ځکه دغه ودانۍ په هر لوی ښار کې شته. خو په مکسیکو کې معماران وایي چې تر ځمکې لاندې ودانۍ جوړوي.

https://p.dw.com/p/14ICR
انځور: picture-alliance/Dinodia Photo

آسمان څکې يا لوړي ودانۍ د نړۍ په هر لوی ښار کې تر سترگو کیږي. خو د «پي ام» د مجلې د يوه رپوټ له مخې مهندسان یا تعمیراتي انجینران غواړي چې په راتلونکي کې ځمک څکې يا تر ځمکي لاندې ودانۍ هم جوړي کړي.

د دې طرحې له مخې به دا انجینران د مکسيکو سيتي يعنې د مکسيکو د پلازمېني د «کونستيتوسيون» په واټ کې يو ا‌حرام ډوله شيشه يي تعمير جوړ کړي چې ۶۵ منزله او ۳۰۰ متره ژوروالی به ولري. دا تعمیر به ټول د ځمکي لاندي وي.

د مکسيکو د دغه تعميراتي شرکت مشر استېبان سوارېس، وايي چې هغوی د يوې سرچپه احرام ډوله ودانۍ د جوړولو نيت لري چې د ځمک څکې ودانۍ نوم ئې ورباندې ايښی دئ.

دا ودانۍ به د يوې آسمان څکې ودانۍ په څېر وي خو د دې پر ځای چې د اسمان په لور لوړه شي په ځمکه کې به ژوره شوې وي. نو په دې ترتیب سره به په راتلونکي کې د دې ودانۍ اوسیدونکي دویم پوړ ته د تلو له پاره د پاس پر ځای لاندي ورځي.

په دغې ودانۍ کې به کورونه، مغازې، موزيمونه او دفترونه جوړ شي. د احرام ډوله شکل د لرلو له امله به د دغې ودانۍ تر لاندني منزل پورې رڼا رسيږي.

د دې له پاره چې په ودانۍ کې رڼا تر وروستي پوړ پوري ورسیږي د دې ودانۍ وروستۍ برخه شيشه يي ده.

يو مشهور جاپاني تعمیراتي انجینر تاداو اندو، د ډېرو کلونو راهيسي د دغه ډول ودانيو د جوړولو طرفدار دئ. نوموړی وايي چې په ښارونو کې د ګڼي ګوڼي د کمولو په خاطر باید د آسمان څکو ودانيو تر څنګ ځمک څکي ودانۍ هم جوړي شي.

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش