1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مکسيکو کي يو ډله ييز قبر کشف سوی دی

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۳, یکشنبه

د مکسيکو په جنوب هغه سيمه کي چي اووه ورځي دمخه ۴۳ تنه محصلان ورک سول يو ډله ييز قبر موندل سوی دئ. دغه قبر له پوليسو سره د يوه ناپيژندل سوی کس په تليفوني تماس سره پيدا سوی دی.

https://p.dw.com/p/1DPz5
هغه سيمه چي قبر پکښې موندل سوی دئ
انځور: Reuters

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي اووه ورځي وروسته له هغه چي د مکسيکو په جنوب کي د دغي سيمي د خلکو د ناآراميو او احتجاجونو په ترڅ کي ۴۳ تنه محصلان ورک سول اوس يوه نامعلوم کس پوليسو ته د يوه ډله ييز قبر د کشفولو خبر ورکړی دئ. دغه قبر په «ايگوالا» سيمه کي کشف سوی دی.

په دغه قبر کي د جسدونو د شمېر په اړه څه نه دي ويل سوي، خو د سيمي د پوليسو قوماندان ويلي دي چي دغه کسان «په ډېري بې رحمۍ» سره قتل عام سوي دي. د سيمي څارنوال تر اوسه پوري د دغه قبر او ورکو سوو محصلانو ارتباط تائيد کړی نه دئ.

د ښوونکي د روزني موسسې په لسونو محصلان د ۲۰۱۴م کال د ستمبر مياشتي پر ۲۶ نېټه په ښاري سرويسونو کي د ايگوالا سيمي ته پر لاره ول چي هلته په احتجاجي مظاهرو کي برخه واخلي، پوليسو ټکان ورباندي وکړل. دغه سيمه د مکسيکو د پلازمېني مکسيکو ښار، په ۱۸۵ کيلومترۍ کي پرته ده.

په دغو ټکانو کي درې تنه محصلان ووژل سول. د عيني شاهدانو په حواله په لسونو محصلان پوليسو په خپلو موټرو کي له ځانه سره بوتلل. د دوی يو شمېر چي ځانونه ئې پټ کړي ول وروسته بيا پيدا سول، خو ۴۳ تنه تر اوسه پوري ورک دي. په دغه سيمه کي بيا د تاوتريخوالي په ترڅ کي څلور کسان نور هم ووژل سول.

تر دغي پيښي وروسته ۲۲ تنه پوليس ونيول سول. داسي ويل کيږي چي په نيول سوو پوليسو کي د يوه جنايتکاره بانډ غړي ول چي پوليسو ته ننوتي ول. ځکه نو اوس داسي اندېښنې دي چي ورک سوي محصلان دي د جنايتکارانو لاس ته ورغلي وي.

د مکسيکو د «گويره رو» ولايت هغه سيمه ده چي د دغه هيواد تر ټولو ډېري جنايي پيښي رامنځ ته کيږي او د مخدرو موادو قاچاق پکښي روان دئ.

په مکسيکو کي د سيلانيانو تر ټولو محبوب ښار «آکاپولکو» هم په دغه ولايت کي دئ. دغه سمه دغه راز د مخدرو موادو د توليد سيمه هم بلل کيږي.