1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مونشن کې پولیسو د پناه غوښتونکو اعتصاب مات کړ

دویچه ویله، آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ تیر ۹, یکشنبه

د یوه آلماني پلاوي د منځګړتوب د هڅې له ناکامۍ وروسته، په مونشن کی د پناه غوښتونکو کمپ منحل کړای شو چې غوښتل یې د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړي. کابو۵۰ کسانو د سیاسي پناه د نه منل کیدو له امله په اعتصاب لاس پورې کړی وو.

https://p.dw.com/p/18ym2
انځور: picture-alliance/dpa

له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې دغو پناه غوښتونکو د ډوډۍ له خوړلو څخه ډه ډه کوله. د تیرې سه شنبې له ورځې راهیسې اوبه یې هم نه څښلې. هغوی غوښتل چې له افریقایي او آسیایي هیوادونو څخه پناه غوښتونکو ته سیاسي پناه ورکړل شي. خو د مونشن پولیسو، د بهرنیانو د چارو د دفتر په امر د هغوی اعتصاب مات کړ. د مونشن د ښار یو ویاند وویل: «د نوموړي ښارمرکزي ادارې د پناه غوښتونکو دغه اعتصاب منحل کړ او ۴۴ ناروغان د ژغورنې د خدماتو په مرسته پر ۱۲ روغتونونو باندې وویشل شول.»

د مونشن ښاروال، کریستیان اودي چې د سوسیال دیموکراتانو د ګوند غړی دی، د بایرن له لومړي ایالتي وزیر، سره له یوې لیدنې کتنې وروسته څرګنده کړه چې د هغه ښار او د بایرن د ایالتي حکومت د اضطراري چارو پلاوی به پوره هڅه وکړي چې د مرګ ژوبلو مخه ونیسي.

د آلمان د دوو پخوانیو مشهورو سیاستوالانو منځګړیتوب کومه ګټه ونه کړه

د پولیسو له اقدام څخه مخکې د آلمان د سوسیال دیموکراتانو د ګوند یوه پخواني مشر، هانس یواخیم فوګل او د مسیحي سوسیال دیموکرات د ګوند یوه پخواني سیاستوال، الویز ګلویک د بایرن د ایالتي حکومت او اعتصاب کوونکو ترمنځ د خپل منځګړیتوب ماموریت ناکام وباله. هغوی دواړو د ښار په دننه کې د اعتصاب کوونکو کمپ ته ورننوتل او د هغوی له استازو سره یې ولیدل، خو بریالي نه شول چې اعتصاب کوونکي قانع کړي ترڅو د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورسوي.

ګلویک چې د آلمان د کاتولیکانو په مرکزي شورا پورې اړه لري، وویل: «له بده مرغه موږ له دې ځای څخه په نا امیدۍ بیرته ځو.» بل منځګړي، فوګل هم دغه ډول یادونه وکړه او خپل خفګان یې څرګند کړ. له دواړو سیاستوالو سره له لیدنې کتنې وروسته پناه غوښتونکو اعلان وکړ چې هغوی «د خپل ژوند په بیه خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.»

هغوی له دې مخکې رسنیو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی وو «که چیرې هغوی د آلمان د پناه غوښتونکو د قانون د ۱۶ مادې سره سم ونه منل شی، نو هغوی به په ځان وژنې لاس پورې کړي.» په حقیقت کې هغوی له څو ورځو راهیسې اوبه نه وې څښلې او دا په خپله د هغوی روغتیا ته تاوان اړاوه.

آلماني سیاستوال فوګل: «د پناه غوښتونکو د نه پوره کیدو وړغوښتنې»

د پناه غوښتونکو یوه ویاند، اسکان خراساني ټینګار وکړ چې هغه د پناه غوښتونکو له پاره په آلمان کې د دایمي اقامې غوښتنه کوي. د سوسیال دیموکرات د ګوند پخواني مشر، فوګل د خپل منځګړیتوب له هڅې وروسته وویل: «ما هغو ته روښانه کړه چې دا یوه د نه پوره کیدو وړغوښتنه ده. قانون دې ته اجازه نه ورکوي.»

خراساني پر دواړو منځګړو نیوکه وکړه چې ګواکې هغوی کوم سیاسي وړاندیز ونه کړ: «د چارو مسوولینو وښووله چې د اعتماد د رامنځ کیدو له پاره هیڅ کار ونه شو.» هغه زیاته کړه چې: «د فوګل او ګولویک دا وړاندیز چې د اعتصاب د پای ته رسولو په بدل کې به له چارواکو سره بیا وغږیږي، زموږ له پاره قانع کوونکی نه وو.» خراساني یادونه وکړه: «زه فکر نه کوم چې د حل د لارې پیدا کول کوم ګران کار وي.»

د خراساني په وینا: «په پای کې د اعتصاب کوونکو د ژوند او مرګ مسوولیت د چارواکو پر غاړه دی.»