1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مونشن کې د امنيت نړيوال کنفرانس

۱۳۸۵ بهمن ۲۰, جمعه

د جمعې په ماښام په مونشن کې نړيوال امنيتي درې څلويښتم کنفرانس د اسراييلو د باندنيو چارو د وزيرې څيپي ليوني په وينا او يوې ماښامنۍ مېلمستيا پرانېستل شو.

https://p.dw.com/p/DKJu
دا د څلويښتو هېوادونو د سياستپوهانو او عسکري کارپوهانو غونډه ده
دا د څلويښتو هېوادونو د سياستپوهانو او عسکري کارپوهانو غونډه دهانځور: AP
په رسمي توگه به دا د څلويښتو هېوادونو د سياستپوهانو او عسکري کارپوهانو غونډه د شنبې په ورځ د بايران په مرکز کې تر سره شي. په دې غونډه کې به د نورو مشرانو په گډون د آلمان د اتحادي جمهوريت لومړۍ وزيره انگلا مېرکل او د روسيې مشر ولاديمير پوتين هم خبرې وکړي. د دې غونډې اصلي موضوعگانې به د ناټو راتلونکی، د افغانستان او عراق حالات او د منځني ختيځ کشاله وي.