1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منځني ختيځ کي د سولي خبرو نتيجه ورکړې نه ده

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۱, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د ملگرو ملتونو عمومي منشي په دې تلاښ کې چې اسرائيل او حماس د خبرو اتر میز ته کښېنوي. اروپایي ټولني هم د یوه عاجل اوربند غوښتنه کړې ده. خو دغو هلو ځلو نتیجه ورکړې نه ده.

https://p.dw.com/p/1Cgx1
انځور: picture-alliance/Zuma Press

په غزې تراډه کې د حماس افراطي ډلي پر ضد له پېل شویو عملیاتو راهیسي تر۶۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي. د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخي د وژل شوو او تر۳۶۰۰ د زیاتو ټپي شوو کسانو زیاتره برخه ملکي وگړي دي. ويل کيږي چې د وژل شوو کسانو ډیری ماشومان دي. همداشان په غزې ښار کې د یوې آلمانۍ ـ فلسطینۍ کورنۍ اووه تنه غړي د اسرائیلو په یوه توغنديي برید کې وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په غزې تراډه کې د ملگرو ملتونو له خوا اداره کیدونکی یو ښوونځی چې د کډوالو د سر پنا په توگه کار ځني اخيستل کيږي هم د اسرائیلو له خوا تر برید لاندي نیول شوی دی. زیاته شوې ده تر ۲۰۰ زرو پوري انسانان په کلابنده شوې غزه کې له تاوتریخوالي څخه د تېښتي په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې نښتي لا هم ادامه لري. د اسرائيلو او حماس سیاسي مشرتابه په دې آند دي چې د دوی اهداف لا نه دي تر لاسه شوي.

اروپایي ټولني د یوه عاجل اوربند غوښتنه کړې

اروپایي ټولني د منځني ختیځ په کړکېچ کې ښکیلو اړخونو باندي غږ کړی دی چې له احتیاط څخه کار واخلي. په بروکسل کې د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډي د تر سره کیدو وروسته په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې دواړه اړخونه دي په عاجله توگه خپلي وسلې پر ځمکه کښېږدي.

په بیانیه کې راغلي دي اسرائیل دا حق لري چې له غزې تراډي څخه د بریدونو په مقابل کې له خپل ځانه دفاع وکړي، خو په خپلو پوځي عملیاتو کې باید تناسب په پام کې ونیسي او نړیوالو مقرارتو ته ژمن پاته شي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د حماس له خوا پر اسرائیلو د توغندیو بریدونه او همداشان د په سونو فلسطیني ملکي وگړو وژنه هم غندلې ده.

په قاهره کې د منځگړتوب هڅي

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کیري په قاهره کې د خبریالانو پر وړاندي څرگنده کړه چې د مصر له خوا طرحه شوی پلان د یوه اوربند او د پراخو خبرو اترو یو چوکاټ وړاندي کوي. هغه زياته کړه، چې د یوه اوربند تر رامنځ ته کیدو وروسته باید «د ټولو هغو موضوعاتو په هکله جدي خبري وشي، چې موږ يې نن دې ځای ته رارسولي یو.» کیري له حماس څخه وغوښتل چې د مصر له خوا د وړاندي شوي طرحې له مخي د خبرو اترو میز ته کښېني.

د فلسطین د خپلواکمني ادارې د مشر محمود عباس، فتح سازمان د سه شنبې په ورځ روښانه کړه چې د مصر له خوا ورته د یوه اوربند په تعقیب د پنځه ورځنۍ خبرو اترو د تر سره کیدو وړاندیز شوی دی. خو دا چې تر کومه ځایه به حماس دغه وړاندیز ته چمتو شي، لا معلومه نه ده.

تر دې دمخه حماس د مصر وړاندیزونه رد کړي ول، او ویلي یې ول چې خپله دښمني به هغه وخت ختمه کړي، چې خپلو اهدافو ته ورسیږي. په دغو اهدافو کې د غزې تراډي کلابندي ختمول او د بندیانو آزادول شامل دي.

همداشان اسرائيل هم د دې زیگنال ورکړی دی چې د یوه اوربند تر مخه خپل اعلان شوي اهداف تر لاسه کول غواړي او هغه دا چې د حماس د پوځي بستيزو تاسیساتو ویجاړول او په پای کې د توغندیو زیرمي او د غزې تراډي او اسرائيل تر منځ د تونلونو شبکې له منځه وړل دي.

په دې ترڅ کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، له قاهرې څخه اسرائیلو ته سفر کړی دی او د جگړې له دواړو اړخونو څخه يې د ویني تویدو د بندیدو غوښتنه کړې ده. په تل ابیب کې د اسرائيلو له لومړي وزیر بينيامین نتنیاهو، سره په یوه گډ کنفرانس کې بان کي مون غوښتنه وکړه: «جگړې ختمې کړئ او له یو بل سره خبري پیل کړئ.» بان د فلسطیني وسله والو له خوا پر اسرائیلو د توغندیو بریدونه «ټکان ورکوونکي» وگڼل. خو هغه دا خبرداري هم ورکړ چې «پوځي اقدامات به د اسرائيل ثبات پیاوړي نه کړي.»