1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې ۱۵ تنه مظاهره کوونکي وژل شوي

سید ریاض (Reuters, AFP)۱۳۹۲ تیر ۱۷, دوشنبه

په مصر کې د تاوتریخوالي په نوو پیښو کې ۱۵ مظاهره کوونکي وژل شوي دي. دغه کسان د هغه مرکز مخې ته د ډزو په پایله کې وژل شوي دي چې ویل کیږي پوځ پکې د مصر راپرځول شوی ولسمشر محمد مرسي، ساتي.

https://p.dw.com/p/193dK
Supporters of ousted Egyptian President Mohamed Mursi chant slogans while carrying a big banner of Mursi in front of the Republican Guard headquarters as they camp for the third day in Cairo July 7, 2013. Thousands of supporters of Mursi protested outside his place of detention in Cairo on Sunday while a military-driven plan to resolve the political crisis remained mired in mistrust and confusion. REUTERS/Asmaa Waguih (EGYPT - Tags: POLITICS CIVIL UNREST MILITARY)
Ägypten Ausschreitungen nach Sturz von Mursiانځور: Reuters

د اخوان المسلمین گوند خبر ورکړی دی چې د دوشنبې په سهار (د ۲۰۱۳ کال د جولای اتمه) په قاهره کې تر هغه وروسته د پوځ د یوه افسر په گډون ۱۵ کسان ووژل شول چې «د جمهوري ګارد» د یوه مرکز مخې ته پر مظاهره کوونکو باندې ډزې وشوې. د مصر پوځ پخوانی راپرځول شوی ولسمشر محمد مرسي، له تیرې چهارشنبې ورځې راهیسې په همدې ځای کې ساتي.

اخوان المسلمین د دغو وژنو پړه د مصر پر امنیتي ځواکونو باندې اچولې ده. د پېښې پر مهال امنیتي ځواکونو د مظاهره کوونکو د تیتولو هڅې کولې.

یو شمیر پوځي چارواکو د نوم د نه افشا کولو په شرط ویلي دي چې تاوتریخوالی هغه وخت پیل شو چې یوې نامعلومې ډلې هغې ودانۍ ته د ننوتلو هڅې وکړې چې ویل کیږي پوځ پکې محمد مرسي ساتي. دا په داسې حال کې ده چې دغو پوځیانو پر کومې ډلې باندې د مرګ ژوبلې له مسوولیت اچولو څخه ډډه کړې ده. تیره اوونۍ هم په دغه ځای کې یو شمیر کسان وژل شوي ول.

مصر نوي لومړي وزیر ته لاره څاري

په مصر کې د تاوتریخوالي د نویو پېښو رپوټونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې تمه کیږي د دغه هیواد لنډ مهاله اداره به د موقف لومړي وزیر نوم اعلان کړي. «النور» نومي اسلامپاله ګوند د لنډ مهاله ادارې له خوا د پیژندل شویو دوو لبرالو کسانو پر کاندیداتوري باندې اعتراض کړی دی. د النور ګوند تر دې مخکې د پوځ له خوا له وړاندې شوي انتقالي پلان سره موافقه کړې وه.

د شنبې په ورځ هم د مصر موقت ولسمشر د لومړي وزیر په توگه د البرداعي د ټاکلو له پریکړې څخه د النور ګوند تر اعتراضونو وروسته پر شا شوی وو. د دوشنبې په سهار د فرانسې خبري آژانس د موقت ولسمشر عدلي منصور، د رسنیو د سلاکار احمد المسلیماني، له قوله وویل چې ولسمشر د لومړي وزیر په توگه د مرکزي کیڼ اړخه وکیل ضیاد بها الدین او د ولسمشر د مرستیال په توگه د البرادعي د ټاکلو په حق کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې النور د بهاالدین له نوماندي سره هم مخالفت کړی دی. النور روښانه کړې ده چې د بهاالدین د شخصیت په اړه کومه ملاحظه نه لري خو له دې کبله د هغه د نوماندي مخالفت کوي چې هغه تر دې مخکې په یوې ډلې پورې تړلی وو. د النور گونډ ټینگار کوي چې د مصر موقت لومړی وزیر باید په کومې ډلې پورې تړاو و نه لري.

د شنبې او یکشنبې ورځې لاریونونه

د شنبې او یکشنبې په ورځو هم په مصر کې په لسگونو زرو کسانو د مرسي په ملاتړ او د هغه پر ضد په مظاهرو کې برخه واخیسته. د مرسي په زرهاو پلویان د پلازمینې قاهرې په شمال ختیځ کې راټول شوي دي او ادعا کوي چې تر هغه وخته پورې به خپلې مظاهرې پای ته ونه رسوي چې مرسي بیرته واک ته نه وي رسیدلې.

د مرسي مخالفینو د یکشنبې په ورځ د پوځ له لوري د سیاسي بهیر د انتقال په ملاتړ د تحریر په میدان کې د لاریونونو د تر سره کولو اعلان کړی وو. د «تمرد» په نوم غورځنګ چې د جون میاشتې د دیرشمې نیټې احتجاجونه یې پلان کړي ول پر خلکو باندې په دغو لاریونونو کې د گډون غږ کړی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب