1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د ولسمشر السيسي پر ضد مظاهرې شوي

۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبه

په سلهاو مصريانو په پلازمينه قاهرې او نورو ښارونو کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي پر ضد مظاهرې کړي دي. پوليسو د مظاهره کونکو پر ضد له اوښکې بيونکي ګاز څخه کار اخيستی او يو شمير يې نيولي دي.

https://p.dw.com/p/3Q0b4
Ägypten Kairo | Anti-Regierungsproteste
انځور: Reuters/M. Abd El Ghany

د مصر خلکو د جمعې ورځې په ماښام (د سپتمبر ۲۰مه نیټه) په مختلفو ښارونو کې پر مظاهرو لاس پورې کړ او د ولسمشر عبدالفتاح السيسي، د ګوښه کيدو غوښتونکي شول.

په دې اړه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورنه او ويډيوګانې ښيي چې مظاهره کونکي د عبدالفتاح السيسي پر ضد شعارونه ورکوي او د هغه د لرې کيدو غوښتنه کوي. نورو رسنيو هم له قاهرې، اسکندريې، سوئز او المنصور ښارونو څخه د مظاهرو په اړه رپوټونه ورکړي دي.

د «مادا مصر» په نوم يوې خپلواکې ويب پاڼې رپوټ ورکړی دی چې په قاهره کې څو تنه مظاهره کوونکي د پوليسو له خوا نيول شوي. ځينو رسنيو بيا د نيول شویو کسانو شمیر لږ تر لږه پنځه تنه ښودلی دی. امنيتي ځواکونو د مظاهرو د پراګنده کیدو په موخه د هغوی پر ضد له اوښکې بهيونکو ګاز څخه کار اخيستلی دی.

Ägypten Anti-Regierungsproteste in Kairo
مصريان د ولسمشر السيسي پر ضد د مظاهرو په حال کېانځور: Reuters/A. A. Dalsh

جنرال عبدالفتاح السيسي له ۲۰۱۳م کال راهيسې پر مصر حکومت کوي. هغه د مصر اسلامپاله منتخت ولسمشر محمد مرسي، له واکه لرې کړ. السيسي واک ته تر رسيدو وروسته د اعتراضونو او نيوکو مخه ونيوله او همدا رنګه يې د اخوان المسلمين ډلې فعاليتونه هم ممنوع اعلان کړل.

د مصر اوسنۍ مظاهرۍ د تبعيد شوي هنرمند محمد علي په مشرۍ چې د يو ساختماني شرکت مشر هم دی، پيل شوي دي. هغه په يو شمير ويډيوګانو کې چې پر خپلې فيسبوک پاڼې يې خپرې کړې، ولسمشر السيسي او د مصر پوځ په فساد تورن کړي دي. هغه په خپل فلم کې ويلي دي چې له کلونو راهيسې یې د مصر له پوځ سره همکارۍ لرلې او د فساد په اړه معلومات لري. خو ولسمشر السیسي بيا دغه تورونه رد کړي دي.

ks/ms