1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې

۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبه

د مصر نوی ولسمشر به څوک وي؟ دا هغه پوښتنه ده چې په راتلونکو څو اونیو کې به د مصر د اوسیدونکو تر منځ د بحث توده موضوع وي. دا چې مصریان به خپلې رایې وکاروي او که نه، د ټاکنو پر مهال دویمه پوښتنه ده.

https://p.dw.com/p/15GRA
انځور: picture-alliance/dpa

ډیر خلک په دې فکر کې دي چې ایا خپلې رایې وکاروي او که نه. خو د دموکراسي د غورځنگ او لبراله قوتونه د دې پوښتنې په ځواب پوهیږي. ځکه چې ډیر خلک غواړي چې د ولسمشرۍ دغه ټاکنې بایکاټ کړي. ځکه چې هغوی نه غواړي چې د اخوان المسلمین د گوند کاندید محمد مرسي، او یا هم د حسني مبارک د رژیم د واکمنۍ د وخت وروستي صدراعظم ته رایې ورکړي. د یو شمیر کسانو له نظره دغه ټاکنې هسې بې ځایه دي.

د مصر یو ۲۶ کلن اوسیدونکی روماني چې خپله رایې کاروي وايي چې مرسي ته به خپله رایه ور نه کړي: «زه خپله رایه شفیق ته ورکوم، ځکه چې هغه یو هوډمن کس دئ. دا هیواد یوه هوډمن کس ته ضرورت لري نه یوه ضعیفه کس ته. ځکه چې له تیرو ۱۸ میاشتو راهیسې موږ نه پوهیږو چې زموږ د هیواد راتلونکي به څه وي.»

دغه قبطي مسيحي ځوان وایي چې د شفیق د ټاکنو پروگرام واضحه دئ، هغه به دا عملي کړي او هغه داعملي کولای شي. ډیر قبطیان به د ولسمشریزو ټاکنو کې خپلې رایې شفیق ته ورکوي، ځکه چه شفیق له دوی سره د خوندیتوب او امنیت ژمنه کړې ده او په دې برخه کې دوی (قبطیان) د اخوان المسلمین د گوند پر کاندید باندې باور نه لري.

خو د مصر په ټاکنو کې ټول خلک له شفیق څخه ملاتړ نه کوي. د مصر یو بل اوسیدونکی وایي: «زه خپله رایه شفیق ته نه شم ورکولای، ځکه چې هغه له پخواني رژیم سره تړاو لري. زما کاندید مرسي دئ. هغه ډیر فعاله دئ او ډیر څه ئې کړي دي حتی د سیاسي لحاظه هم. دا خبره سمه ده چې د اخوان المسلمین او د هغوی د سیاست په اړه یو څه ملحوظات شته، خو په راتلونکي وخت کې ځان بهتره کولای شي او داسې څه کولای شي چې د دوی او د خلکو په گټه وي.»

خو په مصر کې بیا یوه بله ډله خلک هم شته چې هغوی د دغه هیواد سیاسي او اقتصادي پرمختگ په پام کې لري. هغوی د دغو دواړو نوماندانو له ډلې څخه یوه ته یې هم خپله رایه نه ورکوي. یو مصري وايي: «په اصل کې باید د مصر د ولسمشرۍ ټاکنو ته یو مناسب کس نومول شوی وای، خو له دغو دواړو نوماندو څخه یو تن هم مناسب نه دئ. موږ نه غواړو چې هغه پخواني کسان بیرته راشي. همداشان موږ دا هم نه غواړو چې دغه هیواد په یوه مذهبي هیواد باندې بدل شي. موږ یو معتدل او عصري مصر غواړو.»

دوه ورځې وړاندې په قاهره کې د مصر د اساسي قانون محکمې د تیر کال پارلماني ټاکنې منحل اعلان کړې. دا لا روښانه نه ده چې مصر به په کوم لوري پرمختگ وکړي.

دا هم له گومانه څخه لیرې ښکاري چې د هیواد واکمنه پوځي شوری دې د روانې میاشتې په پای کې واک وسپاري. او که د واک د سپارلو پریکړه هم وکړي نو واک چا ته وسپاري. ځکه چې په دغه هیواد کې ټاکل شوی ملکي حکومت نه شته او لا نوی ولسمشر نه دی ټاکل شوی او د ولسمشر تر ټاکل کیدو وروسته به هم د هغه واک تر هغه وخت پورې محدوده وي چې نوی اساسي قانون تصویب شي او بیا نوې ولسمشري ټاکنې وشي.

دا هم نه ده معلومه چې په دغه هیواد کې به نوې پارلماني ټاکنې څه وخت کیږي. یوازې د مصر د ولسمشرې په ټاکنو کې به دا روښانه شي چې د دغه هیواد راتلونکی ولسمشر به څوک وي.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش