1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې

۱۳۹۱ خرداد ۳, چهارشنبه

د مصر خلک د حسن مبارک تر راپرځیدو وروسته د لومړي ځل له پاره د ټاکنو مرکزونو ته ورغلل. د دغه هیواد لومړي وزیر له خلکو څخه د هر ډول پایلو په صورت کې د ارامه پاتې کیدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/150OX
انځور: Reuters

په مصر کې د چهار شنبې په ورځ د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې خلک د ټاکنو مرکزونو ته ورغلل او د خپلې خوښې نوماند ته ئې رایې ورکړې چې د مصر راتلونکی ولسمشر شي.

د مصر حاکمې پوځي ادارې د دې هیواد پر ټولو خلکو غږ کړی دئ چې په مصر کې د دیموکراسي په لومړۍ پروسې کې ونډه واخلي.

د مصر لومړي وزیر کمال الجنزوي، د سه شنبې په ورځ پر خلکو باندې د ارامه پاتې کیدو غږ وکړ او له هغوی څخه ئې وغوښتل چې د ټاکنو پایلې که هر څه وي ومني:

«زه پر ټولو اړخونو باندې غږ کوم چې یوځای شي او د ټاکنو د بهیر پر کامیابي باندې ځان مطمئن کړي. زه همداراز پر هغوی باندې غږ کوم چې د اکثریتو مصریانو پریکړه ومني چې خپله پریکړه د رایو د صندوقونو له لارې بیانوي.»

الجنزوي تر هغه وروسته دا غوښتنه وکړه چې یو شمیر نوماندانو گواښ کړی وو چې که حسن پوري پورې تړلي نوماندان دغه ټاکنې وگټي نو هغوی به په پیاوړو لاریونونو لاس پورې کړي.

د مصر د ټاکنو په مخکښو نوماندانو کې د حسن مبارک د رژیم پخوانۍ لومړی وزیر احمد شفیق، او د مصر د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر او د عرب لیگ مشر عمر موسی شامل دي.

که څه هم د مصر په پارلماني ټاکنو کې اسلامپالو ښې لاس ته راوړنې درلودې خو ویل کیږي چې د مصر په  ولسمشري ټاکنو کې به هیڅ یو نوماند هم و نه شي کولای چې د رای اچونې په لومړي پړاو کې کافي رایې تر لاسه کړی نو له همدې کبله کیدای شي چې دغه ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي.

په مصر کې ۸۰ میلیونه کسان ژوند کوي چې د هغوی له ډلې څخه ۵۰ میلیونه ئې د رای ورکولو شرایط پوره کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم