1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي د نوي اساسي قانون په هکله رایه گیري وسوه

۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعه
https://p.dw.com/p/16tDX

په مصر کي د هغي غونډي په ترڅ کي چي زیاتره یې اسلامیستان وه د دغه هیواد د نوي اساسي قانون په هکله رایه گیري تر سره سوه. دغه غونډه چي د پنجشنبې په شپه په قاهره کي پیل سوې وه، ټوله شپه یې دوام وکړ. دا ځکه چي ټول۲۳۴ پراگرافونه باید یو یو لوستل سوی وای. له بلي خوا د مصر د اوسني جمهور رئیس د ریاست موده هم د اتو کالو له پاره محدوده سوه. د اپوزیسیون په حواله بیا په نوي اساسي قانون کي د ښځو حقوق محدوده سوي دي، د قضا صلاحیت کم سوی دی او د مذهبي مشرانو اغېزه ډېره سوې ده. د اساسي قانون په اړه دغه غونډه ځکه یوه میاشت رامخکي سوه چي د دې هیله موجوده وه چي محمد مورسي او اپوزیسیون ترمنځ به د قدرت پر سر مبارزه ښايي نوره ختمه سي. مورسي خپل قدرت نور هم پراخ کړ او هغه هم له دې کبله چي د قضا صلاحیت یې راکم کړ.