1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي د اخوان المسلمين غړو د محاکمې بهير

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۲ آبان ۷, سه‌شنبه

په پلان کي ده چې په مصر کې د اخوان المسلمين په لسونو مشران محاکمه شي. د یو شمیر کارپوهانو له نظره د محاکمې دغه راتلونکی بهیر به روڼ نه وي. هغوی د محکمې پر ځای د مصر په شخړه کې د ښکیلو اړخونو تر منځ د پخلاینې غوښتونکي دي.

https://p.dw.com/p/1A7pi
انځور: Reuters

اخوان المسلمین په خپل ۸۵ کلن تاریخ کې د خپلي محاکمې له تر ټولو لوی بهیر سره مخامخ دی. د دغې ډلې تر ۲۰۰۰څخه ډیر غړي اوس په بیلابیلو تورونو باندي په زند ان کې وخت تیروي. پر هغوی باندې په لګیدلو تورونو کې له مالي فساده نیولې بیا وژنو ته د خلکو تر هڅوني پوري شامل دي.

تر دې یوه میاشت مخکې په قاهره کې یوې محکمې پریکړه وکړه چې اخوان المسلمین باید منحل شي. اوس نو د مصر حکومت د دغې ډلې د مشر پر ضد اقدامات پيل کړي دي. د سه شنبې په ورځ د اخوان المسلمین لوړپوړی مشر محمد بدیع او د هغه یو شمیر نور ملګري محکمې ته حاضريږي.

د مصر پخوانی ولسمشر او د اخوان المسلمین غړی محمد مرسي، به هم د نومبر میاشتې پر څلورمه نېټه محکمې ته حاضر شي. د اخوان المسلین د غړو محاکمه د روان کال په اګست میاشت کې پیل شوه خو تر هغه وروسته د محمد بدیع، د هغه دوه مرستیالان او یو بل تورن د اګست په میاشت کې محکمې ته حاضر نه شول، نو دغه محکمه وځنډول شوه.


تر اوسه پورې لا د محمد مرسي د محاکمې په اړه معلومات نه دي څرګند شوي. هغه د روان کال په جولای میاشت کې د پوځ له خوا له واکه ګوښه شوی وو. د بشري حقونو په برخه کې مدافع وکیل احمد عثمان، د مرسي پر محاکمې باندې نیوکه کوي او وایي: «تر اوسه پورې هیڅ څوک ان د هغه وکیلان، په دې نه دي توانیدلي چې له محمد مرسي سره وویني. د مصر د پخواني ولسمشر حسنې مبارک په برخه کې بیا د هغه وکیلانو کولای شوای چې ورسره وویني. خو له مرسي سره هیڅ څوک د لیدو اجازه نه لري.»

محمد مرسي له جولای میاشتې راهیسې د مصر د پوځ له خوا په یوه نامعلوم ځای کې ساتل کیږي.

د اخوان المسلمین د مشرانو پر ضد د تورونو نوملړ اوږد دی. پر مرسي باندې تور لګول کیږي چې د ۲۰۱۱ کال د پاڅون پر مهال د قاهرې په لوېدیځ کې له زندانه تښتیدلی دی. پر دې سربیره پر هغه باندې تور لګول شوی دی چې له حماس ډلې سره یې یوځای د مصر پر ضد توظئې کړې دي.

خو پر مرسي باندې په لومړۍ محاکمه کې تور دا وو چې هغه د ۲۰۱۲ کال د مظاهرو پر مهال د لاریون کوونکو پر ضد له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی دی. پر مرسي سربیره د اخوان المسلمین ډیر نور مشران هم په دې تورن دي چې خپل پلویان یې د مظاهرو پر مهال تاوتریخوالي ته رابللي دي او په غیرقاني توګه یې له ځان سره وسلې لیږدولي دي.

د مصر د خلکو تر منځ بیا دا ویره موجوده ده چې د اخوان المسلمین د مشرانو د محاکمې پر مهال کیدای شي تازه تاوتریخوالی رامنځ ته شي. د اخوان المسلمین د پلویانو د محاکمې پر مهال د تورنو کسانو شمیر د مصر د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د محاکمې د بهیر په پرتله ډیر دی. له همدې کبله یو شمیر څارونکي په دې باور دي چې کیدای شي محاکمه په لومړي سر کې سیاسي اهداف ولري. احمد عثمان په دې اړه وایي: «په دې محکمه کې موضوع تر ډیره حده پورې د غچ اخیستلو په اړه ده. یوه ډله غواړي واک ته ورسیږي او یوه بله ډله بیا غواړه چې دغه ډله له منځه یوسي.

څارونکي وایي چې په مصر کې به د اخوان المسلمین ۱۰۰ تنه غړي د لسو ورځو په جریان کې محاکمه شي. د تورنو کسانو له ډلې څخه یو شمیر یې د مرگ سزا هم تهدیدوي.

د اخوان المسلمین پلویان او مخالفان پر دې موضوع سره د نظر يووالی لري چې په دې محکمې سره د اخوان المسلمین او پوځ تر منځ د پخلايني امکان لږيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب