1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي تاوريخوالی او احتجاجونه

۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17TPX

په مصر کښي د ګرزېدو راګرزېدو پر درې ورځني بندیز سربیره بیا هم په زرونو کسان د جمهور رئيس محمد مرسي د حکومت پر ضد سړکونو ته راوتلي دي او احتجاجونه يې کړي دي. په پورت سعید کښي د امنیتي پوستو مخته د پولیسو او مظاهره کونکو تر منځ اخ و ډب رامنځته سو او یو ځوان پکښې وویشتل سو. په سوېز او اسماعیليه کښي هم خلګو د ګرزېدو راګرزېدو قیودات مراعت نه کړل. خو د دغه ځای پوځ پر مظاهره کوونکو باندي حمله ونکړه. په قاهره او ال اسکندریه کښي هم مظاهرې رامنځته سوې. ویل کیږي چي د قاهرې د تحریر په میدان کښي هم یو تن ویشتل سوی دی. مرسي د نظم د بیرته رامنځته کیدو په خاطر غواړي چي له پوځ څخه کار واخلي. په دې ډول به نو اردو تر پارلماني انتخاباتو پوري د پولیسو وظیفه پر غاړه واخلي او وبه کولای سي چي ملکي کسان هم ونیسي.