1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي بيا د سترو لاريونونو ږغ سوی دی

۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16yzx

په مصر کې اپوزیسیون د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د اساسي قانون د مسودې په اړه د تر سره کیدونکي ریفرندم د مخنیوي په اړه د پراخه لاریونونو د تر سره کولو غږ کړی دی. د دغه هیواد د لیبرال سیکولار اپوزیسیون لوی ائتلاف ویلي دي چې د نوي اساسي قانون مسوده د مصر د خلکو غوښتني نه منعکسوي. د اساسي قانون مسوده د تندلارو اسلامپالو له لورې تصویب شوې ده. د مصر ولسمشر محمد مرسي غواړي چې د دغې مسودې په اړه د دسمبر د میاشتې پر پنځلمسه نېټه په ټول هیواد کې یو ریفرندم یا ټولپوښتنه تر سره شي. د اخوان المسلمین گوند هم د سه شنبې په ورځ د ولسمشر مرسي په پلوې د یوه لاریون د تر سره کولو له پاره غږ کړی دی. محمد مرسي د اخوان المسلمین د گوند غړی دی.