1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کي نزدې ۶۰۰۰ مهاجر وژغورل سول

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۸, دوشنبه

په مديترانه سمندر کي د ۴۸ ساعتونو په جريان کي په زرونو مهاجر چي د ليبيا له ساحلونو څخه ئې په ناکاره کښتيو کي د اروپا پر خوا حرکت کړی وو د ايټاليا، بريتانيا او جرمني سمندري ځواکونو ژغورلي دي.

https://p.dw.com/p/1FdAe
Fregatte Hessen Seenotrettung Flüchtlinge Mittelmeer
انځور: picture-alliance/dpa/S. Jonack

د ايټاليا ساحلي ځواکونو د نورو هيوادونو له شريکانو سره په گډه يوازي د يکشنبې په ورځ په ۱۵ عملياتو کي نزدې ۲۴۰۰ مهاجر ژغورلي دي. ساحلي ځواکونو له هغه وروسته د ژغورني عمليات پيلوي چي د خطر بېړنی زگنال تر لاسه کړي.

د شنبې په ورځ نزدې ۳۵۰۰ مهاجر په مديترانه کي له هغه وروسته وژغورل سول چي ناکاره کښتيو ئې د ايټاليا ساحلي ځواکونو ته بېړنۍ خبر ورکړ.

د ايټاليا د ساحلي ځواکونو په حواله دغه انسانان په ۹ بېړيو او ۶ کوچنيو پلاستيکي کښتيو کي سپاره ول.

په تيرو اونيو کي د ښې اب هوا په خاطر په زرونو انسانانو د اوبو له خطر ناکو لارو اروپا ته د مهاجرت سفرونه پيل کړي دي. د روان کال له پيل راهيسي تر اوسه پوري نزدې ۴۰۰۰۰ انسانان د ايټاليا ساحلونو ته رسېدلي دي.

د مهاجرو د نړيوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخي د می مياشتي تر نيمايي پوري ټولي اروپا ته نزدې ۶۵۰۰۰ کډوالو ځانونه رسولي دي او د روان کال له پيل راهيسي تر اوسه پوري په اوبو کي ۱۸۰۰ مهاجر ډوب سوي او وژل سوي دي.

په ايټاليا کي اوس نزدې ۸۴۰۰۰ مهاجر پراته دي او ټول کپونه ئې ډک سوي دي. اوس د دې ويره سته چي دغه هيواد ته نور کډوال هم ور ورسيږي او هلته د هغوی د ساتلو کمپونه نسته.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب