1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په متحده ایالاتو کې سمندري طوفان لس تنه وژلي دي

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16ZK4

د سندي (Sandy) په نوم سمندري طوفان په پوره شدت سره د متحده ایالاتو د ختیځ ساحل ته رسیدلای دی. نوموړی طوفان چې په یوه ساعت کې یې سرعت ۱۳۰ کیلومتره دی او د سخت باران سره مل دی د نیو جرسي ښار ته رسیدلای دی. د نیویارک ښار په سویلي برخه منهتن، کې د څلورو میترو په جگوالی سیمي تر اوبو لاندې شوي دي. د منهتن نورې سیمې د بریښنا د نشتوالي له امله په تیاره کې ډوبه دي.

د رپوټونو په حواله تر اوسه د نوموړي طوفان له امله لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زیاته شوې ده چې د طوفان له امله د نیو جرسي په یوه اتومي بټې کې یوه پیښه هم رامنځ ته شوې ده، خو زیاته شوې چې د خطر کوم گواښ موجود نه دی. د متحده ایالاتو په پلازمینې واشنگټن کې نن د خرابې هوا له امله د دویمې ورځې له پار هم ټولې دولتي ادارې تړلې پاتې دي. شاوخو ۱۵ زره پروازونه هم لغوه شوي دي.