1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مارجه کي ښخ سوي مينونه د خلګو د بيرته ورتګ خنډ ګرزي

۱۳۸۸ اسفند ۱۵, شنبه

د سره صليب نړيوالي کميته د افغانستان په جنوب کي په هغي يوي سيمي کي چی د طالب اورپکو پر ضد د افغان او نړيوالو ځواکونو د يوې ستري حملي هدف وه، د طالبانو له خوا دښخ شوو مينونو استعمال په کلکه غندلی دی

https://p.dw.com/p/MM4w
انځور: AP

دغي کمیتې وویل: ډيری ولسي وګړي نه شي کولای چي له خپلو کورونو څخه هم ووځي.

د سره صليب کميتي وويل دغه پټ خښ کړاي شوي بمونه چي په خپل انګريزي مخفف IED باندي هم مشهوره شوي دي، د هلمند مارجه سيمي ته د هغو کډوالو د بيرته ستنيدو مخ نيوي هم کوي چي په تيرو دري اونيو کي د جګړو له امله تيښديلي ؤ. په مارجه کي د طالب اورپکو پر خلاف د متحده ايالاتو په مشري 15 زره سمندري سرتيرو په عملياتو لاس پوري کړ.

په يوي غير عادي پياوړي وينا پاڼه کي د سره صليب کميتي وويل: د پټ خښ کړاي شوو مينونو استعمال، د هغي ويناپاڼي د خپلي جملي له مخي، « په بشپړه توګه د منلو وړ» نه دی. په وينا پاڼه کي زياته شوي ده چي : «د مارجه زراعتي سيمه داسي په مينونو فرش شوي چي ولسي خلک تر زياتي کچي په خپلو کورونو کي بند پاتي دي، په خاصه توګه ناروغان او ټپيان نه شي کولاي چي د مرستو په لټه کي بهرته ولاړ شي. د فبروري په 13 په مارجه باندي د افغان او نړيوالو ځواکونو يوه تراوسه پوری بی ساری حمله پيل شوه. له حملي څخه مخکي او وروسته ډير خلک له خپلو کورونو کډه شول. کابو دوه اوني مخکي هغه کډوال چي د هلمند ولايت د لشکرګاه مرکز ته ورسيدل د آلمان غږ راډيو ته وويل: «دوي له جګړو څخه وتښتيدل».

اوس دغه خلک له دي ويريږي چي بيرته مارجه ته ولاړ شي، ځکه د هغوي کليو او بانډو ته د سړکونو او لارو کي د سيمي د اوسيدونکو او پوځي قوماندانانو د ويناوو له مخي ډير زيات مينونه خښ کړاي شوي دي. د فرانس پرس خبري آژانس له کابل څخه په خپل يو رپوټ کي د دغو قوماندان له خولي رپوت ورکوي چي نه يواځي په لارو بلکه د کرهني په ځمکو او ونو کي او حتي په ديوالونو کي هم مينونه خښ شويدي.

په کابل کي د سره صليب د نړيوالي کميتي استازي، Reto Stocker له خولي د هغي کمیتی په وينا پاڼه کي نقل قول شوي چي هغه وايي: «پټ خښ کړاي شوي مينونه او نور چاودونکي توکي په مارجه کي د ولسي وګړو لپاره يو ويرونکي ګواښ دی.» هغه يادونه وکړه: « خلک هيڅ کار نه شي کولاي، ناروغان او ټپيان په کورونو کي بند پاتي دي، دارو او درملو ته هغوي لاس راسي نه لري.»

د سره صليب د نړيوالي کميتي په وينا پاڼه کي ويل شوي دي: « د مينونو استعمال او د ولسي خلکو په وړاندي بي پروايي او د هغو د ژوند څخه نه ساتنه د بشري حقونو د ټولو اصولو خلاف عمل ګنل کيږي. هرهغه څوک چي دغه ميننونه استعمالوي، څرنګه د چي د مينونو د منع په منشور کي راغلي دي، په حقيقت کي د بشري جنايت مرتکب کيږي ،، د هغو څخه استفاده په بشپړه توګه منع ده او د منلو وړ نه دي.»

د ناتو او افغان قوماندانوڅو ورځی مخکي وويل چي په مارجه کي چي له اوږدي مودي را په دي خوا د طالبانو او نشه يي توکو د قاچاقچيانو تر کنترول لاندي وه، پوځي عمليات ورو ورو په ختميدو دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند، ظاهر عظيمي وويل: د دغو ځواکونو په وړاندي ستر خنډ لا تراوسه پټ خښ کړاي شوي مينونه دي. همدا وجه ده چي ولسي خلک بيرته خپلو کورونو ته سمدلاسه بیرته تلای نه شي.

دملګرو ملتو نمايندګي وويل چي له مارجه او نادي علي څخه 27 زره خلک وتلي دي، دغه دواړه سيمي د مشترک نومو عملياتو هدف ؤ تر څو هلته د حکومت واکمني بيرته اعاده کړي.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږي دفتر وويل چي د تيري چهارشبي پوري يواځي 645کورني چي جمعا 4500 خلک کيږي توانيدلي چي بيرته ستانه شی .

AFPE / باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري