1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لېبیا کې له زندانه زر تنه بندیان تښتیدلي دي

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۶, یکشنبه

په لېبیا کې احتجاج کوونکو د اخوان المسلمین او د یوه بل اسلامپاله ګوند په سیاسي دفترونو باندې هجوم ور وړی دی. د ګډوډیو د رامنځ ته کیدو په ترڅ کې د بنغازي له زندان څخه زر تنه بندیان تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/19FLp
انځور: Reuters

په لېبیا کې د شنبې ورځې (د ۲۰۱۳م کال د جولای ۲۷مه) اخ او ډب، د اخوان المسلمین د یو مشهور انتقاد کونکي تر ترور وروسته رامنځ ته کیږي. په سلګونو کسانو د سیاسي فعال عبدالسلام المسماري د وژلو پر ضد سړکونو ته راوتلي وو. نوموړی منتقد د جمعې په ورځ له جومات څخه د راوتلو پر مهال ووژل شو.

المسماري د اخوان المسلمین د سختو انتقاد کونکو څخه شمیرل کیده چې په اوسني وخت کې د هغه سیاسي اړخ د لېبیا په ملي کانګرس کې دویم ستر ګوند دی.

د احتجاجونو په ترڅ کې له زندان څخه د بندیانو تېښته

په لېبیا کې یو شمیر احتجاج کوونکو داسې شعارونه ورکول، «موږ اخوان المسلمین نه غواړو، موږ پوځ او پولیس غواړو.» دا هغه شعارونه دي چې د مصر د احتجاجونو په ترڅ کې ورکول کیدل.

د شنبې په ورځ مظاهره چیانو د لېبیا په ښارونو کې د اسلامپالو پر دفترونو باندې هجوم وروړ. احتجاج کوونکو پر هغه ودانۍ باندې یرغل وکړ چې د اخوان المسلمین د سیاسي اړخ له لوري ترې کار اخیستل کیږي. دغه ودانۍ سوځول شوې هم ده.

د محمد حجازي په نوم یوه حکومتي استازي ویلي دي چې د ګډوډیو په ترڅ کې په بنغازي کې د کوفیا زندان څخه د بندیانو د تیښتې زمینه برابره شوې ده. دا خبره لا معلومه نه ده چې د زندان څخه د بندیانو تیښته د احتجاجونو یوه برخه وه او که له بندیانو سره له بهره چا مرسته کړې ده. د نوموړي زندان یوه تن چارواکي ویلي دي چې زیاتره بندیان د سختو تورونو په تور بندیان ول.

په عین وخت کې په پلازمینه طرابلس کې مظاهره چیانو د اخوان المسلمین پر سیاسي دفتر او د ملي لیبرال قوتونو د اتحاد په مرکز هم هجوم وروړی دی. همدا شان احتجاج کوونکو په پلازمینه کې د سړکونو په سر ټایرونو ته اور ورته کړ او د اسلامي ګوندونو د منحلېدو غوښتنه یې کوله.

د بشري حقونو نړیوال سازمان، هیومن رایټس واچ د شنبې په ورځ د لېبیا له حکومت څخه غوښتي دي چې د المسماري د وژنې په اړه بشپړه پلټنې تر سره کړي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا له پاره د هیومن رايټس واچ د مشر مرستیال ندیم حوري ویلي دي: «که چیرې د سیاسي وژنو عامیلنو ته جزا ور نه کړل شي، نو د لېبیا کمزوری انتقالي حکومت به له خطر سره مخامخ شي.»