1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیبیا کې ۲۰ تنه مصري عیسویان تښتول شوې دي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۴, یکشنبه

په لیبیا کې د قذافي د اوږدمهالې واکمني تر پای ته رسیدو وروسته په دغه هیواد کې وسله والې ډلې واکنمي لري چې په هغو کې تند لاري اسلامپاله هم شامل دي. عیسوي اقلیت ځان تر فشار لاندی احساسوي.

https://p.dw.com/p/1EEjk
قبطي عیسویان په لیبیا کې تر فشار لاندی ژوند تیروي.
قبطي عیسویان په لیبیا کې تر فشار لاندی ژوند تیروي.انځور: picture alliance


په تیرو څو ورځو کې په مجموع کې ۲۰ تنه قبطیان د لیبیا له ساحلي ښار «سرت» څخه تښتول شوې دي. په نړیواله سطحه د لیبیا د پيژندل شوي حکومتي کړیو د معلوماتو پر اساس دا کار د انصار الشریعه ډلې له خوا ترسره شوې دی.

د حکومتي استازو په حواله یوازې د شنبې په ورځ له «سرت» څخه ۱۳ تنه قبطیان تښتول شوې دي. پاتې نور تښتول شوې کسان له هغې څخه په مخکې ورځو کې لادرکه شوې ول. د دغو مصري قبطیانو دقیق مشخصات نه دي ورکړل شوې.

دا لومړۍ پيښه نه ده
د عیسویانو د کریسمس یا مسیحي میلاد له اختر څخه یوه ورځ ترمخه وسله والو کسانو په دغه ښار کې یوه قبطي ښځه او خاوند چې دواړه ډاکټران ول ووژل او د هغوې ۱۳ کلنه لور یې له ځانه سره بوتله. درې ورځې وروسته د دغې نجلې مړې وموندل شو.

دا چې د دغې کورنۍ له کور څخه هیڅ هم په غلا نه دي وړل شوې، چارواکي اټکل کوې چې دغه پيښه به د مذهبي تعصب له مخې ترسره شوې وي. په دغه شمالي افریقایې هیواد کې عیسوي اقلیت له ډیرې ویرې سره شپې او ورځې سبا کوي.

«سرت» د لیبیا د پلازمېنې «طرابلس» په ختیځ ۵۰۰ کیلومترې کې پروت یو ښار دی چې تندلاري اسلامپاله ملیشه د هغوې له جملې څخه انصار الشریعه ډله په کښې ډیر کنترول لري. په دغه شمالي افریقایې هیواد کې په تیرو کلونو کې ډیر قبطي عیسویان وژل شوې دي.

د ۲۰۱۴ کال په فبروري میاشت کې د لیبیا ختیځ ښار «بن غازي» ته نږدې د ۷ تنو قبطیانو مړي وموندل شول. په لیبیا کې په زرگونو مصریان ژوند کوي. دوی په گاونډي هیواد کې په ساختماني او نوو برخو کې کار کوي.
.
دوه حکومته او هرج مرج
د دولتي سرچینو په حواله د طرابلس په جنوب ختیځ ۱۸۰ کیلومترۍ کې د« سوکناه» په ښار کې د شنبې په ورځ د اسلامي جنگیالیو د یو برید په نتیجه کې ۱۵ عسکر وژل شوې دي.

یو شمیر د دغو عسکرو په ډزو ویشتل شوې وو او له ځینو نورو څخه بیا سرونه پري کړل شوې ول. برید کوونکو ویلي دي چې دوی د« اسلامي دولت» (IS) ډلې پورې ارتباط لري، کوم چې په سوریې او عراق کې د خپل دولت جوړولو له پاره جگړه کوي.

د پخواني دیکتاتور معمر القذافي چې په ۲۰۱۱ کال کې رانسکور او ووژل شوو، د اوږدې مودې واکمنې را په دې خوا په لیبیا کې امن نه شته. د « الفجر لیبیا» په نامه یوه اسلام پاله تنده لارې ملیشه ډله د پلازمېن طرابلیس یوه زیاته برخه تر خپل کنترول لاندې لري.

دغې ډلې د اسلام پال سیاستوال، عمر الحاسي تر مشرې لاندې یو موازي حکومت جوړ کړی دی. د لیبیا د صدارعظم، عبدالله الثاني حکومت چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پیژندل شوی او لیبیا پارلمان له طرابلس څخه تښتیدلې او دغه هیواد په ختیځ ښار «توبروک» کې مستقر شوی دی.