1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاودني درې تنه ووژل

۱۳۹۰ بهمن ۶, پنجشنبه

د هلمند ولایت په لشکرگاه ښار کي د یوه ځانمرگي برید په ترڅ کي څلور تنه ملکي کسان ووژل شول. د هلمند ولایت د ویاند په خبره د برید هدف د ناټو او افغان چارواکي ول.

https://p.dw.com/p/13pzU
په چاودنه کي لسگونه کسان ټپیان شوي هم دي
په چاودنه کي لسگونه کسان ټپیان شوي هم ديانځور: DW

پېښه د هلمند ولایت د ولایتي بیا رغوني تیم (PRT) او ښووني ریاست ودانۍ ته څیرمه رامنځ ته سوې ده. د هلمند ولایت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي دي چي چاودنه د سه شنبې په ورځ د افغانستان په محلي وخت د سهار د لسو نیمو بجو په شاوخوا کي رامنځ ته شوې ده.

د هلمند ولایت ویاند، داود احمدي، ویلي دي چي په چاودنه کي د یوه ماشوم په گډون څلور تنه ملکیان وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چي دغي چاودني د درو تنو ښځو په گډون ۳۱ تنه نورهم ټپیان کړي دي.

احمدي ویلي دي: «د برید کوونکي هدف د PRT یو ملکي موتر وو. په دغه موټر کي سپره یوه بهرنۍ ښځه هم په پیښه کي ټپي شوې ده.»

د هلمند ولایت د ویاند په خبره ځانمرگي برید کوونکي خپل موټر د ناټو موټر ته نزدي وچاوده. د دغه ولایت له خوا په خپره شوي خبرپاڼه کي زیاته شوې ده چي چاودني په سیمه کي یو شمیر موټرو او ودانیو ته هم تاوان اړولی دئ.

هلمند د افغانستان په ناآرامو ولایتونو کي شمیرل کیږي چي د دولت وسله وال مخالفین پکښي وخت نا وخت بریدونه تر سره کوي. پر امنیتي ستونزو سربیره، د دغه ولایت امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب