1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکر گاه کي اتلس ټنه نشه يي مواد و سوځول سول

۱۳۸۹ آبان ۲, یکشنبه

د هلمندولايت په مركز لښكرګا ښار كي اتلس ټنه نشه يي توكو ته په داسي حال كي اور واچول سوه چي ورسره سم په ولسواليو كي دبديل معشيت يا فوډ زون دپروګرام له لاري بزګرو ته كمياوي سري او اصلاح سوي تخمونه وركول كيږي.

https://p.dw.com/p/PmPP
انځور: picture-alliance/ dpa

دغه اتلس ټنه نشه يي توكي د كورنيو چارو د وزارت د نشه يي توكو په وړاندي د مباريزې د معين ډګر جنرا ل باز محمد احمدي په وړاندي وسوځول سول.

د جنرال بازمحمد احمدي په خبره د نيول سوو نشه يي توكو سره چي چرس ،ترياك،هيروئن، كمياوي مواد او ګڼ نور ډولونه شامل دي، ورسره په تور يوسل او پنځلس تنه هم نيول سوي دي او د اكثرو محكمي بشپړي سوي دي.

جنرال بآزمحمد احمدي وويل دانيول سوي نشه يي توكي دهلمند په بيلابيلو سيمو كي دتيرو شپږومياشتو راهسي نيول سوي دي

د احمدي په خبره، په هلمند کي د نشه يي توكو په وړاندي روانه مباريزه ډيره غښتلي ده او د هلمند د والي تر رهبرۍ لاندي به يوه ورځ په هلمند كي هم د ترياكو کښت او توليد صفرته راكښته سي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل چي د كوكنارو د كښت او توليد سره يې د خپل ماموريت په دوره كي سخته مباريزه پيل كړې له بزګرو او زمينداره خلګونه غوښتنه وكړه چي په مځكو كي غنم وكري.

د هلمند والي وايي چي په تيركال کي په هلمند كي د كوكنارو د كښت د پنځوس سلنه كموالي له امله هلمند ته يو ميليون امريكاي ډالره جايزه وركړه سوې چي لا تراوسه يي د پيسو اجرا نه ده سوې.

په هلمند كي د نشه يي توكو په وړاندي مبارزه په داسي حال كي ښه پرمخ روانه ده چي ددې ولايت په تقريباً ټولو ولسواليو كي د كوكنارو د كښت د نه كرلو په بدل كي بزګرو ته پوره كمياوي سره او كافي اصلاح سوي تخمونه ويشل كيږي.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل