1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرگاه کي موټربم چاودني ۱۴ کسان وژلي

۱۳۹۵ مهر ۱۹, دوشنبه

د هلمند ولايت پر مرکز لښکرگاه ښار باندي د وسله والو طالبانو د ستر يرغل په ترڅ کي يوه ځانمرگي بريد ۱۴ انسانان وژلي چي ۱۰ کسان پکښې پوليس دي. ويل سوي دي چي تلفات کيدای سي نور هم ډېر سي.

https://p.dw.com/p/2R4oj
Selbstmordanschlag in Laschkargah
انځور: DW

د روان کال د جنگي موسم له پيل راهيسي وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په ډېرو سيمو کي پرمختگ کړی او اوس ئې له څو اوونيو راهيسي د لښکرگاه ښار پر دروازو باندي خپل فشار ډېر کړی.

د نادعلی ولسوالۍ امنيه قوماندان جاجي مرجان چي اوس لښکرگاه ښار ته لېږل سوی دئ، ويلي دي چي د لښکرگاه ښار په دروازو کي د پوليسو پر پوستو د وسله والو طالبانو تر يرغل وروسته د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د دغه ښار په مختار سیمه کي ځانمرگي بريد ۱۴ انسانان ووژل چي لس ئې پوليس او څلور ملکيان دي.

هغه ويلي دي چي د لښکرگاه ښار د پوليسو په دوهمه ناحيه کي په وژل سوو پوليسو کي د هغه ورور هم شامل دئ. هغه ويلي دي چي د وژل سوو کسانو شمېر کيدای سي ډېر وي، ځکه تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي تر چاودني وروسته څو کسان ورک دي.

په لښکرگاه کي د نړيوال ايمرجنسي روغتون يوه ډاکټر چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي، رسنيو ته ويلي دي چي د دوی روغتون ته ۱۴ جسدونه وروړل سوي دي. دغه ډاکټر ويلي دي چي دغه راز پنځلس کسان ټپيان هم وروړل سوي چي ۱۴ ئې په ځانمرگي بريد کي ټپيان سوي او يو تن په مرمۍ ويشتل سوی دئ.

پر لښکرگاه باندي يرغل

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي تائيد کړې ده چي وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د لښکرگاه ښار پر امنيتي پوستې ستر يرغل کړی چي افغان امنيتي ځواکونه به ئې «ډېر ژر پر شا وتمبوي».

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده، ويلي دي چي وسله واله طالبان له هغه وروسته د لښکرگاه ښار ته ننوتلي چي د ښار امنيتي کمربند ئې مات کړ.

بله خوا بيا د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چي جنگياليو ئې په لښکرگاه ښار کي پرمختگ کړی دئ.

هلمند د وسله والو طالبانو له پاره مهم سراتيژيکي اهميت لري، ځکه ده ولايت په افغانستان کي تر ټولو زيات ترياک توليدوي چي له کاله ۴ ميليارده ډالره عائيد په لاس راوړي او دا د جنگ د تمويل تر ټولو ستره سرچينه ده.

د هلمند چارواکو ويلي دي چي د دغه ولايت نژدې ۸۵ سلنه برخه اوس د وسله والو طالبانو په کنترول کي ده. يوازي یو کال دمخه حکومت د دغه ولايت پر ۸۰ سلنه برخه باندي کنترول لاره.

نور مطالب