1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د مهاجرو د یوې لیږدونکې ډلې پر ضد عملیات پیل شوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۷, جمعه

د هسپانیا چارواکو د یوې داسې مراکشۍ ډلې پر ضد عملیات پیل کړي چې د ۴۰۰۰ یورو په بدل کې او د نیم ساعت په موده کې یې په ډیرو چټک کښتیو کې مهاجرین په ناقانونه توګه هسپانیا ته انتقالول.

https://p.dw.com/p/2wm61
Norwegen Oslo Zukunft Arm Reich Öl Hafen Jet Ski
انځور: DW/L.Bevanger

د هسپانیا د پولیس چارواکو په حواله، دغو کوچنیو خو ډیرو چټکو کښتیو به له یو مهاجر نه نیولې تر دریو مهاجرو پورې سپرول او له مراکش څخه به یې د ۱۵ کیلومترو د فاصلې په وهلو سره مهاجرین د اروپا خاورې یعنې هسپانیا ته رسول. د پولیسو په وینا که څه هم له دې لارې هسپانیا ته د راغلو مهاجرینو شمیر ډیر کم دی، خو بیا هم په دې وروستیو کې د دې راز کښتیو پرمټ د مهاجرینو انتقال ډیر شوی وو.

د هسپانیا پولیسو ویلي چې د مهاجرینو د انتقال دغو ډلو له دې لارې هسپانیا ته ځینې نشيي توکي هم انتقالول. د چارواکو په حواله له دې لارې اروپا ته راغلي زیاتره مهاجرین یا په هسپانیا کې میشت شوي، یا فرانسې او یا یې هم ځانونه ایټالیا ته رسولي دي.

په عین وخت کې، تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته اروپايي ټولنه د یو زیات شمیر مهاجرینو له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان ده. د ۲۰۱۵م کال راهیسې هغه مهال چې په اروپايي ټولنه کې د مهاجرت کړکیچ پیل شو، د دې ټولنې غړو هیوادونو ته له یو میلیون څخه ډیر مهاجرین داخل شوي دي. د دې مهاجرینو یوه زیاته برخه له ترکیې څخه د سمندر له لارې یونان ته رسیدلې او بیا وروسته د بالکان هیوادونو له لارې یې ځانونه د غربي او شمالي اروپا هیوادونه ته رسولي دي.

سربیره پر دې د دغه شمیر مهاجرینو له ډلې څخه یو زیات شمیر یې بیا په آلمان کې میشت شوي. د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې راهیسې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د مهاجرینو پر سر یو تړون هم لاسلیک شوی چې له مخې یې د آنقرې حکومت اړ دی چې د سمندر له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرینو مخه ونیسي.

د مهاجرینو پر سر تر دې تړون وروسته، که څه هم د سمندر له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرینو شمیر د پام وړ کم شوی خو بیا هم د شمالي افریقا له هیوادونو څخه د روم سمندر له لارې زیات شمیر مهاجرین ایټالیا ته رسیدلي او دغه شمیر د وخت په تیریدو سره زیات شوی دی.

د سمندر د دې لارې د بندښت په تړاو د ایټالیا په ګډون د اروپايي ټولنې زیات شمیر هیوداونه ګډ نظر لري. خو سربیره پر دې، مهاجرین تل په دې هڅه کې دي چې اروپا ته د رسیدو له بدیلي لارې پیدا کړي.

زموږ له آرشیف څخه: