1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کي ياغيان د پرمختګ په حال کي دی

۱۳۹۰ فروردین ۷, یکشنبه

د لويديځو متحدينو د هوايي ببماريو په مرسته د ليبيا د رژيم مخالفين وتوانيدل چي پرون له ستراتيژيکي لحاظه مهم ښار اجدبيه د معمرالقذافي له ځواکونو بيرته ونيسي.

https://p.dw.com/p/RD2M
«د هوايي بمباريو ترڅنګ دي متحدين پر نورو لارو چارو هم فکر وکړي»
«د هوايي بمباريو ترڅنګ دي متحدين پر نورو لارو چارو هم فکر وکړي»انځور: picture alliance/dpa

د ليبيا د بهرنيو چارو د وزير مرستيال خالد قيم ومنله چي دغه ښار د حکومت له کنترول څخه وتلی دی، خو وويل چي هلته به حکومت عسکر بيرته په حملو لاس پوري کړي.

د لويديځو متحدينو جټ الوتکو د اجدبيه په ښار کي د قذافي د رژيم پر ټانکونو او زره لرونکو نقليه وسايلو د جمعې په ماخستن حملې وکړې او د ياغيانو لپاره لاره اواره کړه چي بيرته ښار ته ننوزي او هغه تر خپل کنترول لاندي راولي.

د ياغيانو يو تن وويل:« نن مو اجدبيه ونيوله، سباته انشاء االه بريغا، راسلانوف، زيرته، طرابلس او ميسارتا نيسو، له دي سره قذافي بايد له قدرت څخه ليري کړای سي.»

په داسي حال کي چي د ليبيا په دننه کي د رژيم پر ځواکونو د لويديځو متحدينو هوايي بمباري دوام لري، نړيواله ټولنه هڅه کوي چي قذافي باندي فشار زيات کړي ترڅو له قدرت څخه لاس واخلي. په دې اړه د جمعې په ورځ د ملګرو ملتوعمومي منشي بان کي مون په څرکنده توګه وويل:

«قذافي هر ډول مشروعيت له لاسه ورکړی، ځکه هغه غواړي چي خپل خلک ووژني. دا چي هغه خپله بايد له قدرت څخه لاس واخلي او يا بل څوک د هغه پر ځای وټاکل سي، دا د ليبيا د ولس خپل تصميم دی چي بايد ونيسي.»

د فرانسې ولسمشر نيکولای سرکوزي ويلي دي چي د هوايي بمباريو ترڅنګ دي متحدين پر نورو لارو چارو هم فکر وکړي ترڅو په ليبيا کي د ولسي وګړو د ساتني لپاره د ملګرو ملتو پريکړه تطبيق سي او دغه روان کړکيچ ژر تر ژر پای ته ورسيږي.

د متحده ايالاتو پخواني ولسمشر بيل کلينتن په نايجريا کي د يوې جايزي د ورکړي د مراسمو په وخت کي پر قذافي غږ وکړ چي هيواد خوشي کړي.

هغه وويل: « ښه به دا وي چي دی ووزي، هغه ډيري پيسي لري او کولای سي چي په بهر کي ژوند وکړي او د ليبيا خلکو ته خپل هيواد او د هغه د تيلو شتمني پريږدي.»

په داسي حال کي چي د لويديځو متحدينو هوايي بمباري دوام لري او ناټو هم د ليبيا پرهوايي قلمرو باندي د څارني ماموريت په غاړه اخيستی د امنيت د شورا بل دايمي غړی هيواد، روسيي، لويديځ ته په ليبيا کي د « اوږدي جګړې» د ښکيل کيدو خبرداری ورکړی دی.

په ناټو کي د روسيې سفير ديمتري راګوزين د روسيې خبري آژانس، انترفکس ته پرون وويل:« څرنګه چي موږ وړاندوينه کړې وه، ناټو وار په وار د افريقا په شمال کي په يوه جګړه کي ښکيليږي.» هغه زياته کړه: « امريکا متحده ايالات او د هغي نور نژدې متحدين د افغانستان او عراق د جګړې ترڅنګ يو بلي جګړي ته مخ اړولی دی.»

روسيي د آلمان په څير د امنيت په شورا کي د ليبيا پر هوايي قلمرو باندي د بنديز لګولو پريکړي ته له راييو ورکولو څخه ډه ډه وکړه. د هغې شورا د يوې دايمي غړي په توګه روسيې کولای سوای چي دغه پريکړه يي ويتو کړې وای.

خو مسکو د ليبيا پر ضد د اقتصادي بنديزونو څخه ملاتړ کوي او دليل راوړي چي په ليبيا کي د ولسي وګړو د وژلو کيدو له امله انديښنه لري.

تورستين/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل