1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوگر کي يو ښوونکی او دوه زده کوونکي وژل سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبه

د لوگر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کي پر يو ښوونځی باندي په راکټي بريد کي يو ښوونکی او دوه زده کوونکي وژل سوي دي. په پېښه کي څلور کسان نور ټپيان سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1FZlW
Karte Afghanistan Logar Pul-i-Alam

د لوگر ولايت د برکي برک ولوسالۍ ولسوال رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي پېښه نن د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۳۱مه) رامنځ ته سوې ده او دا لا تر اوسه پوري روښانه نه دي چي دغه توغندی له کومي سیمي توغول سوی دئ.

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت د يوې بيانيې په خپرولو سره دغه عمل غندلی دئ. په افغانستان کي د زورزياتي ډېر قربانيان ملکي وکړي دي.

د افغانستان په خطرناکو سيمو کي ډېري کورنۍ ويره لري چي خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او ډير ښوونځي تړل سوي هم دي.

د ۲۰۱۴م کال په پای کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو او د زورزياتي لمن تر پراخېدو وروسته د دغه هيواد په ليرو پرتو سيمو کي ډېر ښوونځي تړل سوي دي.

يوازي په بغلان ولايت کي په روانه مياشت کي نزدې ۱۸ ښوونځي تړل سوي دي. د دغه ولايت د ښووني او روزني د رئيس عبدل راشد په خبره له دې ويري چي زده کوونکي د وسله والو نښتو پرمهال قرباني نه سي دغه ښوونځي وتړل سول.

هغه ويلي دي: «د دغو ښوونځيو پنځه ئې تر اوسه لا تړلي پاته دي او زه له دولت او طالبانو څخه هيله کوم چي افغان ماشومانو ته وخت ورکي چي ښوونځيو ته ولاړ سي.»

دا لومړی وار نه دئ چي په افغانستان کي پر يو ښوونځی باندي بريد کيږي. د دغي پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا منلی نه دئ.

د افغانستان په شمال کي يو ښوونځی
د افغانستان په شمال کي يو ښوونځیانځور: DW/N. Behzad