1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لندن کي داقتصادي بحران په باب مشورې بيله ميرکل ترسره کيږي

۱۳۸۷ آذر ۱۸, دوشنبه

آيا دولت داقتصادي نوساناتو(تموجاتو) دودي دپاره په ځانګړواقداماتو او تدابيروسره بايد داهڅه وکړي چي په اقتصاد کي داوسنی رکود پر ځای خوزښت راشي ،او د مالياتو سطح راکښته کي...

https://p.dw.com/p/GBhn
د برتانيې صدراعظم ګوردن براون ،دفرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي او د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل دخبرو پروخت
د برتانيې صدراعظم ګوردن براون ،دفرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي او د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل دخبرو پروختانځور: AP

يا داچی بايد تر يوه وخته پوري انتظار وايستل سی او وکتل سی چی د روان مالي بحران وضع څنګه کيږي ؟

داروپايي ټولنی دمهمو غړو هيوادونو حکومتي مشران او ددوی دملي اقتصاد دچارو مسولین ددغه پو ښتنو په ځوابولوکی سره هم نظره ندي . د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل دې نظر ته تمايل ښيي چي بايده دی یو څه انتظار وايستل سی . خو برطانيا او فرانسه غواړی چی همدا اوس بايد عمل وسی . له همدي کبله دفرانسي ددولت مشر نيکولا سرکوزي او دلويي برطانيي لمړی وزير ګوردن براون نن په لندن کی سره ګوري ،خو دآلمان لمړۍ وزيره انګيلا ميرکل دغه خبرو ته نده رابلل سوې .

که څه هم دآلمان دحکومت په رسمي دريځ کی دلندن دکتني او داچی داوروپايي ټولنی ديوه مهم غړي مشره دغی کتني ته نده بلل شوې، داسي ويل کيږی چي دغه خبري دفرانسي اود برطانيي ترمنځ دوه اړخيزی خبري دي، او دا بيخي يوه نورماله مساله ده چي ددو هيوادونو مشران غواړی دوه په دوه سره خبري وکړی .خو سړی ويلای سي ،چی په لندن کي دسرکوزي او ګوردن براون دوه په دوه خبري دا مانا لری چي دوی دميرکل پر دريځ باندی نیوکی لری . دغې غونډې ته داروروپايي ټولنی دکميسيون مشر خوزی مانويل باروسو هم بلل سوی دی . داسي ښکاری چی دبرطانيي لمړي وزيرګوردون براون غواړی چی ځان دروان اقتصادي بحران ناجي وښيي ،ده وويل ،«موږ غواړو هغه څه وکړوچي زموږ دمخه هيڅ کوم بل هیواد ندي تر سره کړي . »

دبرطانيي د صدراعظم ګوردن برون له خولي څخه دغه راز خبري تل اوريدل کیږي . او دی داهم وايي چی دبانکونو د نجات يا د ژغورني دپاره پلان زما لخوا وړاندي سوی دی .اودا زه وم چي داضافي ارزښت دمالياتو کچه مي راټيټه کړه، او ما داقتصادي نوساناتو(تموجاتو) دودي دپاره نو ر اقدامات تر سره کړيدي .لنډه يي داچی دلندن دحکومت په عقیده ،دغه هیواد دروان اقتصادی بحران سره دمبارزي په لاره کی مخکښ نقش تراوسه لوبولی او لوبوي يې .اوپه دې لاره کي دبرطانویانو لوی ملګری دفرانسی ددولت مشر نيکولا سرکوزي دی .

د بلي خوا فرانسه هم دميرکل څخه په ډيپلوماتيکي ډګرکی يوڅه فاصله نیولی ،او وايي چی فرانسه عمل کوی په داسی حال کی چي جرمني لا فکرکوی چي څه بايد وسی .که څه هم مرکل ديکشنبي په ورځ دسرکوزی سره په تلفيون کی اوږدي خبري وکړې،او دغه خبري په یوه ډيره دوستانه فضا کی تر سره سوې ،خو بيا هم هسی چي ښکاری دنظریو توپير شته .

براون او سرکوزي وايي چی ميرکل داقتصادي نوساناتو دودي په لاره کی په اصطلاح دموټر دبرک نقش لوبوی . براون او سرکوزی وايي چی دوی داقتصادی تموجاتو دخوزښت دپاره پيسی لګوی ،چي په نتیجه کی دالمان مصرف کونکی هم د هغه څخه ګټه اخلی ،بيله دی چی برلين ددغه هدف دپاره په دې لارکي پيسي لګولی وي .

داچي په پای کی به د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل حق په جانبه وی یا دبرطانيي لمړی وزير ،نو هغه به په راتلونکو کلو کی معلوم سي .که چيري دګوردن براون داقتصادي نوساناتو دودی پلانونه سمه نتیجه ورکړي،نو برون به وايي چي دډيرو پورونواخيستل ښه کار ؤ، خو که چيري نتيجه ورنکي، نو ميرکل به واي چي دده لاره سمه وه . خو نن ورځ داقتصادی روان بحران سره دمبارزي په موضوع کی دبراون او ميرکل عقيدی يو دبل سره ډير توپير لري .