1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لبنان کي د لوېديځوالو بری

۱۳۸۸ خرداد ۱۸, دوشنبه

ګرچه تر اوسه پوري لا په رسمي توګه په لبنان کي د ټاکنو پايلي ندي تاييد سوي خو د حکومت مخلوطو ګوندونو بيا هم د خوښيو په لمانځنو کي خپله بريا لمانځل پېل کړه

https://p.dw.com/p/I5aI
لوېديځ پلوه ساد هريري
لوېديځ پلوه ساد هريريانځور: AP

د ګوندونو دغه اعتدال غوښتونکی اعتلاف چي د لوېديځه نړۍ لخوا يې ملاتړ کيږي په اورلوبو او د شرابو په ګلاسونو يې خپله بريا ولمانځله:

د سوريې ضد د ګوندونو د اعتلاف مشر سعد حريري او د هغه ملګرو په ډېره ناقراري سره د ټاکنو د پايلو انتظار ايستلی و، او د وروستنيو پايلو وروسته يې خپله خوښي نه سوای پټولای.

د ټاکنوڅخه وړاندي داسي اټکلونه کېدل چي د لبنان تر ټولو پياوړی پوځي واک درلودونکی ګوند حزب الله او دهغه هغه ټلوالي به ټاکنې وګټي. خوحزب الله چي ورته د لوېديځه نړۍ لخوا د تره ګرې ډلې په سترګه ورته کتل کيږي ونه کړای سوای چي د رايه ورکوونکو اکثريت رايې تر لاسه کړي. د لبنان پدغو ټاکنو کي د پنځه پنځوس او پنځه شپېته فيصده په شاوخوا لبناني اطباعو خپلې رايې وکارولې چي تر اوسه پوري په ټاکنو کي دومره زياته ونډه هيڅکله نه وه اخيستل سوې. همدغه د سعدحريري دبريا يوه لویه وجه ګڼل کيږي. يو لبنانی وګړی احمد په ټاکنو کي د برخه اخيستلو په هکله وايي:

لبناني خلک وايي چي د تيرو کالو د ستونزو وروسته اوس موږ بايد په ټاکنو کي رايې ورکړو. هيواد پر دو برخو ويشل سوی دی. يوه برخه غواړي چي په يوه خپلواکه لبنان کي د عزت ژوند تر سره کړي چيري چي ټوله وګړي د ښه ژوند او کار وکسب تر سره کولو يو ډول حق ولري. زما په خيال د لبنان تر نيمايي څخه زيات وګړي نه غواړي چي د دوی هيواد د ايران يا سوريې سړه وتړل سي.

د حزب الله ګوند په اصل کي د تيرو ټاکنو وروسته په حکومت کي شامل و. يو کال تر مخه لبنان چي کله لبنان د يوې کورنۍ جګړې څخه بچ سو نو حزب الله حتی په پارلمان کي يوه مانع لږکۍ وګرځېدله. پدغو ټاکنو کي شعيه مذهبه حزب الله غوښتل چي د رايو اکثريت تر لاسه کړي. پدې هکله و حزب الله ته رايه ورکوونکی يو کس وايي:

حزب الله د يوه ملي او لبناني تګلاري ملاتړې ده نه دکومي بهرنۍ تګلارې، لکه اسراييلي، امريکايي او يا هم لوېديځه تګلاره.

هيڅوک دا فکر نه کوي چي بېله د يوه داسي حکومت د منځ ته راتللو چي پکښي د حزب الله سره سره نور ټوله مهم ګوندونو هم شامله وي، به په لبنان کي سياسي کړکېچ پای ته ورسېدلای سي. د لبنان دغه ټاکنې د نړۍ والو له لوري هم په ځير څارل کېدلې. پدې هکله د امريکا پخوانی اولس مشر جيمي کارټرچي په ټاکنو کي يې د څارونکي دنده په غاړه درلوده وايي:

نړۍ واله څارونکي هيله لري او پر ټولو اړخونو ږغ کوي چي د ټاکنو پايلې ومني. موږ هيله لرو چي امريکا، ايران، سعودي عربستان او نور هيوادونه هم دټاکنو پايلې ومني او پکښي مداخله ونه کړي.

تر اوسه پوري لا د لبنان خلک د رسمي پايلو په انتظار دي. خو زيات خلک ددې څخه بيريږي چي هغه ګوندونه چي د ټاکنو تر مخه يې ژمنه کړې وه چي د ټاکنو پايلې به منې، دا نه چي پر خپلو ژمنو پښېمانه سي او تاوتريخوالی بېرته پېل کړي.

Leidhold/ احمدولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل