1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لارهور کي د بريد په اړه نړيوال غبرگونونه

۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبه

د پاکستان په لاهور ښار کي یوه ځانمرگي بریدکونکي لږترلږه ۷۰ کسان هغه وخت ووژل، چي په يوه پارک کي د کوچنيانود بازيو ځای ته نژدې ئې ځان والوزاوه. دغه برید عیسویانو ته متوجه وو.

https://p.dw.com/p/1IKlk
د پيښي په ځای کي د پوليسو پلټني
انځور: Getty Images/AFP/A.Ali

د طالبانو یوې ډلي جمعیت الاحرار تر برید لږ وروسته اعلان وکړ، چي بريد يې عیسویانو ته متوجه وو. د ۷۰ کسانو د وژل کیدو تر څنگ تر۳۰۰ اضافه نور ټپيان سوي هم دي.

ځانمرگي بریدکونکي بم د یوه پارک څنگ ته وچاودی، چيري چي د چارواکو په خبره ډیري عیسوي کورنۍ راټولي سوي وې، او دعیسوي ایستر اختر لمانځنه یې کوله.

اکثره ټپیان د شخصي کسانو له خوا روغتونو او کلینیکو ته انتقالیدل، ځکه چي کافي ژغورونکي عملې وجود نه درلود. د پنجاب محلي حکومت، تر برید وروسته د ټولو عامه پارکونو د تړلو لارښوونه کړې او عسکرو یې کنټرول پر غاړه واخیست.

په پاکستان کي په تکرار سره د افراطي سازمانو له خوا داسي حملې تر سره کیږي، چي د مختلفو مذاهبو او ادیانو تر منځ تفرقې ته لمن ووهي. په لاهور کي په تیرو کلونو کي نسبتأ ارامي وه. دغه ښار له هندوستان څخه يوازي څو کیلومتره لیري پروت دی.

واتیکان د لاهور برید غندلی دی

واتیکان د لاهور برید د یوه «بزدلانه او کورکورانه عمل»په توگه غندلی دی. د واتیکان ویاند فدریکو لومباردي په روم کي ویلي دي، چي «دغه وحشیانه قتل عام، چي پکښي په لسونو کسان ووژل سول د ایستر د اختر پر مراسمو یې سیوری وغوړاوه. په عین ډول سره د امريکا متحدو ايالاتو حکومت هم څرگندوني کړي دي.

د امریکا د ملي امنیت ویاند ویلي دي چي د امريکا متحد ايالات به بیا هم له پاکستان او نورو سیمه ایزو انډیوالانو سره گډ کار وکړي، څو «تروریزم نابود سي.»

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم دغه برید سخت غندلی دی او ویلي یې دي چي مسؤلین يې باید محاکمه سي. په عین حال کي هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چي د اقلیتونو په شمول د ټولو اتباعو ساتنه وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندي دغه عمل د «کورنیو پر ضد یو وحشیانه عمل بللی دی.» هغې د پاکستان له حکومت او خلگو سره ژوره خواشیني څرکنده کړې او ویې ویل، چي «دغه جنایت کیدلای سی یوازي موږ نور هم مصمم کړي چي په گډه او ټولو وسایلو سره د ترهگرۍ پرضد اقدام وکړو.»