1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قاچاق کي د تورنو وکيلانو نومونه افشا سول

حسين سيرت (کابل)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د پارلمان د هغو استازو نومونه افشا کړل چي د هغه په خبره په «قاچاقو کې لاس لري او له دولت څخه غیرې قانوني غوښتني» کوي.

https://p.dw.com/p/18Wql
Afghanistan's Finance Minister Omar Zakhilwal speaks during a news conference after a meeting of special envoys to Afghanistan and Pakistan, being held in Madrid, Spain, on Monday, June 7, 2010. (ddp images/AP Photo/Victor R. Caivano)
Omar Zakhilwalانځور: AP

د ننگرهار ولايت استازی ظاهر قدير، د کندهار ولايت استازی لالی حميدزی، د غزني ولايت استازی عارف رحماني، د پکتيا ولايت استازی محمود خان سليمان، د بغلان ولايت استازی محمد عظيم محسني او د فراه ولايت استازی سميع الله صميم په قاچاد او غير قانوني کارونو تورن سول.

په ولسي جرگه کي د دغو استازو د نومونو د افشا کولو پرمهال تورنو استازو د هغه اسنادو پر بنياد چي په لاس کي ئې ول د ماليې وزير څرگندوني بې بنسټه وبللې او په تالار کي د غال مغال په جوړولو سره د هغه د خبرو خنډ گرځېدل.

هغو استازو چي نومونه ئې افشا سول غوښتل چي د ماليې پر وزير باندي د ولسي جرگې په تالار کي يرغل وکړي خو امنيتي ساتونکو ئې مخنيوی وکړ.

دا لومړی ځل دی، چي د هغو استازو نومونه افشا کيږي، چي د وزير په خبره په قاچاق او غير قانوني کړنو کي لاس لري.

د ولسي جرگې په ننني مجلس کي د تورنو استازو د نومونو تر افشا کولو وروسته استازو د ماليې وزير د استيضاح په اړه علني رايي رای گيري وکړه او د ۱۸۸ حاضرو استازو له ډلي څخه ډيرو ئې د زرغونو کارتونو په پورته کولو سره د ماليې وزير جوابونه د قناعت وړ وبلل.

د ولسي جرگې رئيس عبدالرووف ابراهيمي د رای ورکلو پايلي داسي اعلان کړې: «اوس موږ ستاسو[استازو] څخه پوښتنه کوو چي ستاسو د پوښتنو په اړه د ماليې وزير جوابونه د قناعت وړ ول؟ که ول، نو زرغونه کارتونه پورته کړی که نه نو سره کارتونه... په پنځو مخالفو رايو سره ستاسو د پښتنو په اړه د ماليې وزير جوابونه د قناعت وړ دي نو په دې اساس د ماليې وزير پرخپل ځای باندي پاتيږي. يعني د ماليې وزير پاتيږي.»

که د ولسي جرگې استازو د ماليې د وزير په جوابونو قناعت نه وای کړی د زاخېلوال د استيضاح له پاره صندوقونه ايښوول کېدل او استازو په پټه توگه رايي ورکولې.

د ولسي جرگې تالار
د ولسي جرگې تالارانځور: DW

د اوړو قاچاق

د افغانستان د مالیې وزیر په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی او په ختیځ کې بانفوذه شخصیت حاجي قدیر، د اوړو په قاچاقو تورن کړ. ښاغلي زاخیلوال وویل چې د افغانستان ګمرکي چارواکو د قاچاقي اوړو لارۍ د افغانستان په ختیځ کې درولي دي خو حاجي قدیر د تلیفون له لارې د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې دغه لارۍ په زوره افغانستان ته ننوتي دي. د زاخیلوال په خبره د سولي کاروان، د جبار قدیر شرک او د عبدالقهار قدیر شرکت، په قاچاقي ډول افغانستان ته اوړه واردوي. ښاغلي زاخیلوال وویل چې تر اوسه د موجودو اسنادو له مخې دغو شرکتونو ۱۲۳۹۲ لارۍ اوړه افغانستان ته وارد کړي دي. زاخیلوال ادعا وکړه چې د دغو لاریو څخه ۴۵۸۲ لارۍ په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد شوي دي چې ارزښت یې ۲۸۶ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د غیرقانوني وسایط واردول

د افغانستان د مالیې وزیر د کندهار ولایت استازی لالۍ احمدزی، په غیر قانوني ډول د موټړو په تجارت تورن کړ او ویویل چې هغه د دولت د پریکړې پر خلاف افغانستان ته د «راسته لاس» موټرو د واردولو هڅې کړي دي.

تر دې مخکې افغان حکومت د «چپ لاس اشترنگ» موټرو پر وارداتو باندي بندیز لگولی وو. د افغانستان د واټونو د قانون له مخې وسایط باید په راسته لاس کې حرکت وکړي. له دې کبله په دې هیواد کې د هغو موټرو پر وارداتو باندې بندیز لگول شوی دی چې «شترنگ» یې د افغانستان په اصتلاح چپه وي.

د افغانستان د مالیې وزیر وویل: «دوی [لالي احمدزي] پر ما باندې فشار راوړی، چې دغه موټر له گمرکه تیر کړم. دا کار غیرقانوني وو.» د زاخیلوال په خبره ښاغلي احمدزي له هغه څخه غوښتي ول چې ۱۹۷۰ راسته لاس موټرو ته چي په افغانستان کي چپه شترنگ وايي د راتلو اجازه ورکړم.

د افغانستان د مالیې وزیر ادعا وکړه چې ښاغلي احمدزی نه یوازې د شرابو قاچاق کوي، بلکې د افغانستان گمرکي کارکوونکو ته «د مرگ» گواښونه هم کوي.

د تیلو قاچاق

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې اوس افغانستان ته ډیر قاچاقي مواد د افغانستان د لویدیځو او ختیځو ولايتونو له لاري رسیږي. هغه ادعا وکړه چې کله د افغانستان گمرکي کارکوونکي د قاچاقي ټانکرونو مخه نیسي، نو د پارلمان وکیلان هغه ته زنگ وهي او ورڅخه غواړي چې دغه ټانکران آزاد کړي.

زاخیلوال د فراه ولایت پر استازي سمیع الله صمیم، باندي تور ولگاوه چې د تیلو په قاچاق کې لاس لري. هغه وویل: «[ښاغلی صمیم] وايي چي زما ټانکرونه نیول شوي دي باید خوشې شي. ما ورته وویل چې دا قاچاق دي. هغه وویل چې پوهیږم قاچاق دي، که قاچاق نه وای نو ما ستا مرسته نه غوښته. خو ما خپله دنده ترسره کړه او دوسیه مې د افغانستان څارنوالي ته راجع کړه.»

زاخیلوال وویل چې ښاغليٍ صمیم ۵۰ بوتله شراب په ښکاره ډول کابل ته راوړي دي. هغه زیاته کړه چې صمیم د دغو شرابو د لیږولو پر مهال د گمرک کارکوونکو ته «پوچي خبري هم کړې دي» او له خپل پارلماني مسوونیت څخه یې ناوړه گټه پورته کړې ده.

د مالیې وزیر د پکتیا پر استازي محمود خان سلیمان، باندې تور ولگاوه چې له خپل نفوذ څخه ناوړه گټه اخلي او په قاچاقي ډول د خوست او لوگر له لارې بېلابېل مواد واردوي. هغه وویل چې سلیمان خیل د مالیې وزارت د بشري منابع رئیس ته پېسې هم استولي دي چې زوی ته یې په گمرکونو کې کار ورکړي.

زاخیلوال وویل چې د بغلان ولایت استازي له هغه څخه غوښتي دي چې په غیرقانوني ډول دولتي کورونه د هغه په اخیتیار کې ورکړي.

د غیرقانوني غوښتنو په بدل کې په استیضاح تهدیدول

زاخیلوال ادعا وکړه چې د غزني ولایت استازي عارف رحماني، هغه گواښلی دی چې که د قراردادونو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته ونه کړي، نو هغه به په پارلمان کې استیضاح کړي. هغه وویل: «[رحماني] ما ته وویل چې په تجارت کې یې یو نیم میلیون ډالره تاوان کړی دی او باید ورته د سوپریم له شرکت څخه قراردادونه واخلم. ما ورته وویل چې که ما د سوپریم شرکت پیژندلی نو د ځان له پاره به مې قراردادونه نیولي وای.»

د مالي وزیر وویل چې ښاغلي رحماني هر وارې په مالیې وزارت کې د پېسو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړه: «د دې لوی کور پر وړاندي که د مالیې دغه وزیر تر اوسه پوري د افغانستان له بودجې څخه یوه افغانۍ غلا څه چې د غلا قصد یې کړی وي، نو خدای د هغه اولادونه ورڅخه واخلي. خو که څوک د خپلې شخصي گټې له پاره موږ نه پریږدي چې د دغه بېچاره ملت خدمت وکړ، نو خدای دې هغه هم په خپل قهر ککړ کړي.»