1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قاهره کي پر تګ راتګ بنديز لګول سوی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

پوځي حکومت د قاهرې په يو شمېر برخو کي پر گرځېدو بنديز لگولی دی. دا پداسي حال کي ده چي په نوؤ مذهبي انگېزو کي لږ تر لږه 12 انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/11CqE
انځور: dapd

د حکومت پر يو شمېر اخطارونو سربېره بيا هم مسلمانو او قبطي مسيحي مصريانو يو په بل پسي ډانگونه راخيستي دي.

د مصر پوځ په امبابه نومي ښارگوټي کي چي په قاهره کي پروت دی د خپلو عسکرو شمېر ډير کړی دی. دا پداسي حال کي ده چي د يکشنبې په شپه په قاهره کي د مذهبي اخ و ډب پېل وسو. تاوتريخوالی هغه وخت شروع سو کله چي د شپې لخوا د قبطي مسيحيانو پر دوؤ کلېساؤ اور بل سو.

ويل سوي چي په يوه سوځېدونکې کلېسا کي يوه داسي مسيحۍ نيول سوې چي غوښتل يې د اسلام دين ته ور واوړي. دغه آوازه د دې له پاره کافي وه چي د نوموړو دينونو د معتقيدينو تر منځ د اخ و ډب لړۍ پېل سي. دا چي پدغه ناقراريو کي د چا لاس دی او يا څوک پړ دي پدې هکله د خلکو نظرونه بېل دي.

يو شمېر کسان وايي چي په فيبرورۍ کي د واک څخه د ليري کړل سوي ريژيم کسان غواړي چي په هيواد کي بې ثباتي رامنځ ته کړي. لکه د قاهرې يو اوسېدونکی چي وايي:

« دلته بعضي خلک سته چي و مذهبي ناقراريو ته لمن وهي. هغه پداسي حال کي چي دلته په اصل کي نه مسلمانان د مسيحيانو سره او نه هم مسيحيان د مسلمانانو سره کومه ستونزه لري. دغه ناسمه خبره ده چي يوه ته مسلمان او بل ته مسيحي ويل کيږي. موږ ټوله يو ملت يو.»

خو بيا هم په مصر کي په وار وار ورته ناکرارۍ رامنځ ته سوي دي. د اوسنيو ناکراريو په هکله د مصر څخه دباندي هم غبرگونونه ښودل سوي دي. لکه د المان د بهرنيو چارو وزير چي وايي:

« موږ په سخته توگه سره د مذهب په نوم د دغه زور زياتي غندنه کوؤ. موږ د مصر د حکومت څخه دا توقع لرو چي هغه تر خپله پوره وسه د هيواد د لږکيو ساتنه وکړي.»

د مصر حکومت دې موضوع په جدي توګه کتو سره 190 توندلاري نيولي دي. دغه کسان به په پوځي محکمه کي محاکمه کيږي.

ټيم يانسکي / احمدولي اڅکزی

کتونکی: مسعود جهش