1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فلسطيني خاورو کي د اسراييلي هستګنځايونو جوړل تر نيوکو لاندي

۱۳۸۸ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

د تيري يکشنبي په ورځ داسراييلو حکومت دوه فلسطيني کورنۍ له خپلو کورونوڅخه ويستلي ترڅو چي يهودي ناقلينو ته هلته د اوسيدو لپاره امکانات برابر کړي

https://p.dw.com/p/J3Yz
بی سر پناه شوی فلسطينی ميرمن
بی سر پناه شوی فلسطينی ميرمنانځور: AP

وروسته له هغي چي اروپايي ټولني د دوشنبي په ورځ د اګست په دريمه داسراييلو لخوا د فلسطينيانو په خاوره کي دکليو اوکورونو د جوړولو په سياست باندي سخت انتقاد وکړ د امريکا د متحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزيري هلري کلينتن هم داسراييلو په دغه ډول سياست باندي سخته نيوکه کړيده . هغي وويل دغه ډول د ختيځ د بيت المقدس د اوسيدونکو فلسطينيانو په وړاندي ناوړه سلوک هم د منلو وړندي او له نړيوالو حقونو سره هيڅ سمون نلري .

د تيري يکشنبي په ورځ داسراييلو حکومت دوه فلسطيني کورنۍ له خپلو کورونوڅخه ويستلي ترڅو چي يهودي ناقلينو ته هلته د اوسيدو لپاره امکانات برابر کړي . تراوسه پوري د نړۍ ډيرحکومتونه داسراييلو د دي سلوک په غندلو کي شريک شويدي.

هيلری کلينتن
هيلری کلينتنانځور: AP

دامريکا د متحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزيري هلري کلينتن پدي اړه څرګنده کړه:

«دا ډول اقدام د خواشينۍ وړدي ما پخوا هم ويلي وو چي د کورنيو شړل او د بيت ا لمقدس په ختيځه برخه کي د کورونو ورانول د اسرایيلو سره نه ښايي. زه داسرايیلو په حکومت او د بيت ا لمقدس د ښاروالي په چارواکو باندي غږ کوم چي له دغو لمسونکو عملونو څخه دي لاس واخلي ».

د اسراييلو د لمړي وزير وياند مارک رګيو پدي اړه وویل:

«ماته ډيري دغه ډول بيلګي معلومي دي چي داسراييلو محکمو د فلسطيني مدعيانو په پلوۍ حکمونه کړيدي . خو دا ځلي د فلسطينيانو په خوښه پريکړه نده شوي نو هغوي په پرله پسي توګه داسراييلو محکمو ته مراجعه کوي او دا د دي نښه ده چي فلسطينيان د اسراييلو د محکمو په نظام باندي څومره باورلري».

د منځني اود نژدي ختيځ لپاره د ملګرو ملتونو دمؤسسي ځانګړي استازي اوپه فلسطيني چارواکو اود فلسطين له آزادۍ بښونکي ټولني سره د ملګرو ملتونو د مؤسسي د سرمنشي خاص استازي «رابرت سري» پدي منځکي له نوموړو فلسطيني کورنيو سره پيوستون او خوا خوږي ښودلي دي او وویل:

« مونږ د نړيوالي ټولني غړي لدي امله ډير په غصه يو اوس چي زه بيرته راغلم په خپلو سترګو مي وليدل چي پرون څه شويدي . زه احساس کوم چی دی کار تاسي اود تا سي کورنيو ته څومره ټکان درکړی دی.»

کريستيان هوپي/ رحيله اميري

کتونکي: عبدالباري حکيم