1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې مهاجر کمپونو ته لیږدول کیږي

۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعه

د فرانسې حکومت سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې غواړی د کالې ښارګوټي په ځنګل کې د مهاجرو له کمپ څخه ۱۰۰۰ کسان کمپونو ته واستوي.

https://p.dw.com/p/1HuQT
انځور: DW/D. Cupolo

د فرانسې حکومت سیمه ییز چارواکي فابین بوکیو، ویلي دي: «اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې مخ پر وړاندي شو. هیڅوک باید د کمپ په سویلې برخې کې و نه اوسیږي. ټول باید دغه برخه پریږدي.»

هغه روښانه کړې ده چې د دغې پریکړې له کبله به د ۸۰۰ او ۱۰۰۰ تر منځ مهاجر اغېزمن شي.

بوکیو وویل چې حکومتي استازي به د دوشنبې په ورځ د مهاجرو له استازو سره وویني او هغوی ته به پلان تشریح کړي: «موږ به هغوی ته یوه اوونۍ وخت ورکړو چې هغو ځایونو ته ولاړ شي چې دوی ته برابریږي.»

په کالې کې شاوخوا ۴۰۰۰ مهاجر چې ډېر یې د شمالي افریقا، منځني ختیځ او افغانستان دي، په دغه اضطراري کمپ کې اوسیږي. له همدې ځایه ډېر مهاجر هڅه کوي چې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

په دې ځای کې د مهاجرو اوسیدل، د پاریس او لندن تر منځ په یوه تاوده سیاسي بحث باندې بدله شوې ده.

خو د هوا له سړیدو سره له ۱۲۵ کانتینرونو څخه یو کمپ جوړ شوی چې پکښې د بریښنا، او تودوخې امکانات ول. په دغو کانتینرونو کې د ۱۵۰۰ کسانو د اوسیدو امکانات برابر شوي.

خو ډېر مهاجر دغه کمپ ته له تلو څخه ډډه کړې ده، ځکه له دې کار سره باید هغوی خپل د کوتو نښانونه د فرانسې د مهاجرو په اداره کې ثبت کړي. دغه مهاجر ویره لري چې دا موضوع کیدای شي بريتانيا ته د هغوی د تلو چانس کم کړي.