1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي ماشوم وژونکی ووژل سو

۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبه

د فرانسې د کورنيو چارو وزير وويل چي محمد مراح تر ۳۵ ساعته مقاومت وروسته د پوليسو سره په وسله واله جگړه کي ووژل سو.

https://p.dw.com/p/14Oda
انځور: Reuters

پولیسو د چهار شنبې په ورځ د دغه مشکوک قاتل کور محاصره کړ. هغه ویلي ول چې تر غرمې وروسته به خپل ځان پولیسو ته وسپاري. دغه تن چې د پولیسو په خبره دغه الجزايری فرانسوی محمد مراح نومیږي او د تيري ورځي راهيسي د فرانسې په تولوس ښار کي په خپل کور کښي کلابند دئ.

د پوليسو په خبره د مراح پر کور ئې تيره ورځ سهار وختي يرغل وکړ خو هغه وسله وال دئ او سخت مقاومت کوي.

۲۴ کلن محمد مراح منلې ده چي ددوشنبې په ورځ ئې په فرانسه کي د يهودانو په يو ښوونځی کي درې ماشومان او يو ښوونکی وژلی دئ. ده دغه راز له پوليسو سره په تليفوني تماس کښي پر فرانسوي ځواکونو د حملې پړه هم پر غاړه اخيستې ده. په دغه پيښه کښي مراح درې تنه فرانسوي پوليس وژلي ول.

محمد مراح
محمد مراحانځور: Reutes/France 2 Television

مراح ادعا کوي چي په مجاهدینو او القاعدې پوري ځان تړلی بولي. هغه ویلي دي چې له دې کار سره ئې غوښتل چي د فلسطیني ماشومانو غچ واخلي. ده ويلي دي چي دا کار ئې ځکه کړی دئ چي فرانسه بايد د نورو هيوادونو په چاروکي لاس وهنه بنده کړي او بل ئې غوښتل چي فرانسه پر گونډو کړي.

ويل کيږي چي دغه کس افغانستان او پاکستان ته هم تللی دئ او هلته ئې په تروريستي کمپونو کښي د ترهگرۍ روزنه هم ترلاسه کړي ده.

د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي، د چهار شنبې په ورځ وویل چې دغه شان پېښي به د فرانسې ملت سره ونه ویشي. هغه زیاته کړه: «زه ټول ملت ته وایم چې موږ باید سره یو پاته شو.»

په فرانسه کې ډیر مسلمانان او یهودیان ژوند کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زیارمل