1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي د اروپايي ټولني او هندوستان غوڼده پيل سوه

۱۳۸۷ مهر ۷, یکشنبه

اوس مهال په نړيواله کچه د هندوستان د جلب و جذب هڅي رواني دي. د فرانسې جمهور رييس پخپله وينا کي چي د ملګروملتونو په عومي غونډه کې وکړه، د امنيت د شورا د پراختيا لپاره په جدي توګه غوښتنه وکړه

https://p.dw.com/p/FQUg
په نوي ډهلي کي د هند او اروپايي ټولني ناسته
په نوي ډهلي کي د هند او اروپايي ټولني ناستهانځور: AP

د45 کلنو راپديخوا اروپايي ټولنه او هندوستان يود بل سره ډيپلوماټيکي اړيکي لري. سره له دې هم هندوستان د چين په پرتله وروسته پاته و. په لومړي سر کي په خپل مشترکه ستره غونډه کي چي2004 کال په دن هاګ کي جوړه سوې وه دواړه خواويې د ستراتيژيکي ګډکار تصمیم ونيوی. په دې ترتيب اروپايي ټولنه په نړیوال سيسټم کي د هندوستان زيات شوي اهميت په رسمیت وپیژندی. هندوستان يو اټومي قدرت دی او له کلونو څخه راهيسي د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کي د څوکۍ د لاس ته راوړلو غوښتنه لري. په 2007 کال کي د55,6 ملياردو ډالرو په ظرفيت اروپايي ټولنه د هندوستان لويه تجارتي همکاره ده. خو هندوستان اوس له سياسي لحاظه ځان له اروپايي ټولني سره برابر بولي او په ترتيب د اروپايي ټولني او هندوستان تر منځ اړيکي تر څيړني لاندي دي.

اوس مهال په نړيواله کچه د هندوستان د جلب و جذب هڅي رواني دي. د فرانسې جمهور رييس نيکولا سرکوزي په خپله وينا کي چي د ملګروملتونو په عومي غونډه کي يې وکړه، د امنيت د شورا د توسعې لپاره په جدي توګه غوښتنه وکړه. د هندوستان په خاطر هم. دغه هيواد د امريکا له متحده ايالاتو سره هم په دې ورستيو کي یو اټومي قرارداد لاسليک کړی دی. او په دې ټوګه هندوستان ځان مکلف کړی دی چي خپل پوځي او ملکي اټومي پروګرام سره بيل کړي. په مقابل کي هندوستان اټومي تخنيک او اټومي سون مواد لاس ته راوړي.

بر سيره پر دې د امريکا متحده ايالاتو غوښتل چي د دې لپاره کوښښ وکړي چي هندوستان له نورو هيوادونو څخه اټومي تخنيک لاس ته راوړي. او سره له دې چي دغه هيواد د اټومي وسلو د نه رواجولو قرارداد نه دی لاسليک کړی. په دې ترتيب په حقيقت کي د امريکا متحده ايالات هندوستان د یو اټومي قدرت په توګه پیژني او د هندوستان پر اټومي سکتور باندي30 کلن تحريم ته خاتمه ورکوي. د جواهر لعل نهرو له پوهنتون څخه سلما باوا دا د اروپا لپاره هم یوه څرګنده نښانه بولي.

د امريکا مشر بوش، د هندوستان لومړی وزير موهن سينګ، د فرانسې مشر سرکوزي او د ختيځي افريکا پخوانی مشر تابو
د امريکا مشر بوش، د هندوستان لومړی وزير موهن سينګ، د فرانسې مشر سرکوزي او د ختيځي افريکا پخوانی مشر تابوانځور: AP

هغه وايي«د نړيوال سياست لپاره دا د دې نښانه ده چي د امريکا متحده ایالات چي د نړۍ په سياسي موضوعاتو کي د مهمو هيوادونو څخه بلل کيږي، له ډيرو کلونو څخه راهيسي يو مضبوط موقف لري چي د هندوستان سره پخپلو اړيکو کي بدلون راولي. او دا طبعاً په اروپا کي چي د اتلانتيک په بله خوا که پرته ده، اغیزه لري. همدا راز اروپا به هم هندوستان ته په بله سترګه وګوري. که څه هم دکلنو راپديخوا هندوستان ته د پرمختګ په لور ديوه هيواد په سترګه نه کتل کيږي، خو اوس د يوه هيواد په توګه چي د سياسي لحاظه په يوه کچه کي دی.»

هغه زياتوي:«که موږ نن د هندوستان بهرني سياست ته ځيرسو، څرګنديږي چي د هندوستان حکومت هڅه کوي چي د سياسي پلوه د بدلون په ساحه کي غواړي تر ممکن حده پوري له ډېرو هيوادونو سره اړيکي ولري. دا د اقتصاد لپاره مفیده ده.

همداراز د هندوستان سياسي علايق هم ورته ډېر اهميت لري. اروپايي ټولنه د هندوستان لويه تجارتي همکار ده. طبعاً چي له همدې کبله هم هندوستان ته ډېر اهميت لري. خو له هغه وخته څخه چي د لوک ايست پاليسي مطرح سوې ده، ASEAN هیوادونه هم ورته ورځ په ورځ با اهميته کيږي، ځکه چي دلته اقتصادي عوامل پکښي نقش لوبوي. خو له کلتوري لحاظه هم نژديوالی سته. ځکه چي ټول دغه آسيايي هيوادونه يو دبل سره اړوند دي.»

د ځمکي توديدل، اقتصادي کړکيچ او نړيوال امنيت هغه موضوعګاني دي چي د هندوستان او اروپايي ټولني په ستره ِغونډه کي ورباندي خبري کيږي.