1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې د حماس او الفتح سيالو ډلو تر منځ جگړو زور اخستی.

۱۳۸۶ خرداد ۲۳, چهارشنبه

د حماس اوالفتح ډلو ترمنځ چې کوم ائتلافي حکومت جوړ سوي و اوس ويل کيږي چې هغه له کاره لويدلی دی

https://p.dw.com/p/DKE7
د فلسطين په کورواکو سيمو په تيره بياد غزې په تراډه کې کټ مټ کورنيو جگړو ته ورته يو حالت ليدل کيږي.
د فلسطين په کورواکو سيمو په تيره بياد غزې په تراډه کې کټ مټ کورنيو جگړو ته ورته يو حالت ليدل کيږي.انځور: AP
تيره ورځ د فلسطينانومشر محمود عباس د حماس ډلي يو شمير پلويان ددولت په وړاندي په کود تا تورن کړي. د فلسطين په کورواکو سيمو په تيره بياد غزې په تراډه کې کټ مټ کورنيو جگړو ته ورته يو حالت ليدل کيږي.
تيره ورځ د الفتح د سازمان ستر اورگان د يوې بېړنۍ غونډي په ترځ کې دا پريکړه کړې چې د ملي يوالي کوم حکومت چې ددواړو ډلو ترمنځ جوړ سوی و ړنگ سوی دی .