1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې بیا ښوونځی بمبار شوی دی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۹, پنجشنبه

د چهار شنبې په ورځ په غزه کې تر سلو ډیر کسان ووژل شول چې پکښې د ملگرو ملتونو په یوه ښوونځي او بازار کې میشت کسان هم شامل ول. ملگرو ملتونو پر خپل ښوونځي باندي برید غندلی دی.

https://p.dw.com/p/1Cmi8
انځور: Reuters

په داسې حال کې چې ملگرو ملتونو پر خپل ښوونځي باندې برید غندلی دی، حماس بیا ویلي دي چې د دغو دواړو بریدونو په ځواک کې یې پر اسرائیلو باندي توغندي توغولي دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی دی چې پر اسرائیلو باندي به مهمات وپلوري.

د غزې ښار ته پر نزدې پروت مارکیت شیجایا، باندي د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي. روغتیایي چارواکو ویلي دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه ۲۰۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د پنجشنبې په ورځ په دې برید کې د ټپي شوو کسانو له ډلې دوو تنو یې ساه ورکړه او په دې ترتیب سره پر غزې باندي د اسرائیلو د برید له پیلیدو راهیسې د مرگ ژوبلي کچه ۱۳۶۳ تنو ته ورسیده.

حماس د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر تل ابیب او د اسرائیلو پر نورو برخو باندي یې د ښوونځي او مارکیت برید په غچ کې توغندي توغولي دي. اسرائیلي چارواکو روښانه کړې ده چې د حماس توغندیو مرگ ژوبله اړولې نه ده.

د اسرائیلو د معلومات له مخې د چهار شنبې په ورځ پر اسرائیلو باندي د حماس له خوا ټول ټال ۸۱ توغندي توغول شوي دي. د پوځ د معلوماتو له مخې پر دې سربیره اته نور توغندي د اسرائیلو د توغندیو ضد سیستم له خوا په هوا کې شنډ سوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په خبره د چهارشنبې په ورځ بیا اسرائیلي ځواکونو ۸۸ هدفونه په نخښه کړي دي.

تر دې دمخه اسرائیلو یوه څلور ساعته بشري اروبند ته غاړه ایښې وه خو حماس هغه نه ومانه او پر دغو ځواکونو باندي یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

په جبالیا سیمه کې د ملگرو ملتونو پر ښوونځي باندي د برید په پایله کې لږ تر لږ ه ۱۶ کسان ووژل شول. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون، د دې پیښې پر وړاندي غبرگون وښود او ویې ویل: «نن سهار د ملگرو ملتونو یو ښوونځی چې په زرونو فلسطیني کورنیو پکښې پنا اخیستې وه تر یوه بد برید لاندي راغی. دا کار د توجیه وړ نه دی او عدالت او حساب ورکووني ته اړتیا لري.»

سپیني ماڼۍ هم دغه برید وغانده خو په دې اړه بیانیه په ډیر احتیاط جوړه شوې وه ځکه سپني ماڼۍ په خپله بیانیه کې د اسرائیلو نوم نه وو یاد کړی.

په غزه کې د ملگرو ملتونو چارواکو پر خپل ښوونځي باندي د برید پړه پر اسرائیلي ځواکونو باندي اچولې ده او ویلي یې دي چې تر دې دمخه څو واري د دغه ښوونځي د موقیت په اړه اسرائیلیانو ته معلومات ورکړي ول.

په عین حال کې پنتاگون روښانه کړې ده چې د اسرائیلو هغه غوښتنه یې منلي ده چې له مخې یې دغه هیواد ته مهمات پلورل کیږي. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت همداراز روښانه کړې ده چې د امریکايي دفاع وزیر له خپل اسرائیلي سیال سره په خبرو کې د رواني جگړې په اړه اندېښنه څرگنده کړې او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان یا Amnesty International له واشنگټن څخه غوښتي ول چې اسرائیل ته د وسلو د لیږد بهیر ودروي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب