1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي د جگړې ويره ډيره سوې ده

۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبه

په غزې تراډه کي د حماس ډلي د پوځي قوماندان وژني په دغه سيمه کي د جگړې په اړه په نړيواله کچه انديښنې پيدا سوي دي. ملگرو ملتونو له دواړو غاړو څخه د کرارۍ غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/16jY3
انځور: Reuters

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامین نتانياهو په یوه تلويزيوني وينا کي وويل، چي حکومت ئې په دغي حملې سره د حماس افراطي سازمان او نور«تورريستي» ډلو ته پيغام لېږلی دئ. هغه ويلي دي، چي اسرائيل به د اړتيا په وخت کي دغه ماموريت ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه، چي حماس او نورو «تروريستي» ډلو پريکړه کړې ده، چي پر اسرائيلي وگړو باندي په خپلو بريدونو کي ډيروالی راولي، چي دا بيت المقدس ته د زغملو نه ده.

د اسرائيلو پوځي چارواکو اعلان کړی دئ، چي سرتيري ئې دې ته تيار دي، چي له لارښووني سره سم په غزې تراډه ور ننوزي. دغه راز د اسرائيلو امنيتي کابينې هغه خبره تائيد کړې ده، چي د اړتيا په وخت کي به احتياطي سرتيري را وغواړي.

د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۴) پر غزې تراډه باندي د اسرائيلو په هوايي بريد کي د حماس نظامي عمومي قوماندان احمد الجباري ووژل سو. د الجباري تر وژلو وروسته د هغه پلويان او د فلسطين توندلاري د«جنگ د اعلان» خبري کوي او اسرائيل هم پر غزه باندي احتمالي مځکنی يرغل نه ردوي.

د حماس نظامي عمومي قومندان احمد الجباري
د حماس نظامي عمومي قومندان احمد الجباريانځور: Reuters

د اسرائيلو او فلسطين دغو خونړيو جنجالونو په دغه سيمه کي د جگړې د ډېرېدو په اړه نړيوالي انديښنې راپورته کړي دي.

مصر د دې پيښي په غبرگون کي له اسرائيلو څخه خپل سفر ايستلی دئ. د مصر په پلازمېنه قاهره کي د اسرائيلو سفير د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت ته ور بلل سوی دئ. د مصر د جمهور رئيس محمد مرسی، يو وياند ويلي دي، چي په دغه بريد کي څو تنه «شهيدان» سوي دي او دا ئې يو وحشيانه عمل بللی دئ.

تر دغه پېښي لږ وروسته د ملگرو ملتونو امنيت شورا د تړلو دروازو تر شا يوه بېړنۍ غونډه وکړه. د دغه سازمان عمومي منشي بان کي مون، د فلسطينيانو او اسرائيلو څخه د کرارۍ غوښتنه وکړه.

امريکا: پر فلسطين د اسرائيلو بريد«پر ځای» دئ

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتانياهو، او د مصر له مجهور رئيس محمد مرسی، سره تليفوني خبري کړي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي اسرائيل «له خپل ځانه دفاع» له پاره د هوايي بريد حق لري. خو زياته کړې ئې ده، چي په بريدونو کي بايد د ملکي وگړو د وژنو مخنيوی وسي.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله هم د اسرائيلو او فلسطين تر منځ کشالې په اړه خواشيني څرگنده کړې ده. هغه ويلي دي، چي دغه جنجالونه بايد «په پای ته نه رسېدونکو» کشالو بدل نه سي. هغه له دواړو خواوو څخه وغوښتل چي وضعيت کرار وساتي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم