1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په هوایي برید کې د ملګي تلفاتو رپوټونه

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۱۰, شنبه

چارواکو ویلي دي چې د ناټو یوې څرخې الوتکې دوه تنه ماشومان او نهه طالبان وژل دي. پېښه د شنبې په ورځ د غزې په ولایت کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې یو شمیر افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو پر مهال د ناټو د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/18796
انځور: AFP/Getty Images

له دې سره نو یو ځل بیا د ناټو په هوایي بریدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه بحثونه راپاریدلي دي. د افغان ولسمشر په ګډون یو شمیر افغان چارواکي په دې اند دي چې د ناټو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ډیر شمیر ملکي افغانان وژل کیږي او له دې کبله باید هغوی ته د پای ټکی کیښودل شي. خو له بلې خوا بیا یو شمیر نور چارواکي استدلال کوي چې دغه ډول بریدونو د پوځي عملیاتو پر مهال له افغان ځواکونو څخه د ساتنې په برخه کې ډیر اهمیت لري.

په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو یوه ویاند ادم وجک، ویلي دي چې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې افغان ځواکونه د ګزمي پر مهال د طالبانو له یوه برید سره مخامخ شول. ښاغلي وجک زیاته کړې ده: «د ایساف ځواکونو له هغو افغان پوځیانو سره مرسته وکړه چې د طالبانو له برید سره مخامخ ول. ایساف پر یاغیانو باندې له یوې څرخي الوتکې څخه ډزې وکړې.»

د ناټو ځواکونو دې ویاند ټینګار کړی دی چې اوس هغه رپوټونه څیړي چې ښيي په دې پېښه کې یو شمیر ملکي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې یوه افغان سیمه ییز چارواکي محمد حسین، ویلي دي چې په پېښه کې نهه تنه طالبان وژل شوي او اته تنه ملکي کسان ټپیان دي. د رویترز خبري آژانس یوه خبریال د دوو تنو ماشومانو مړي هم لیدلي دي چې د سمیه ییزو اوسیدونکو په خبره د ناټو د هوايي برید په پایله کې وژل شوي ول.

تیره میاشت ولسمشر کرزي افغان ځواکونو ته امر وکړ چې نور د پوځي عملیاتو پر مهال د ناټو هوایي ملاتړ و نه غواړي. هغه وخت ولسمشر کرزي پر ناټو باندې سختې نیوکې هم کړې وې.

د ناټو په هوایي بریدونو کې د ملکي کسانو وژل کیدل د ولسمشر کرزي او د هغه د نړیوالو متحدینو تر منځ تر ټولو لویه شخړه ییزه موضوع ده.

یو شمیر افغان امنیتي چارواکي وایي چې که چیرې افغان ځواکونه د پوځي عملیاتو پر مهال د ناټو هوایي ملاتړ و نه لري نو هغوی به له لا ډیر خطر سره مخامخ شي. له افغان ځواکونو څخه د ناټو هوایي ملاتړ په خاصه توګه د افغانستان په غرنیو سیمو کې ډیر اهمیت لري.