1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني او پکتیکا کې خلک د ټاکنو په هکله څه وایي؟

۱۳۹۷ مهر ۱۶, دوشنبه

چارواکي په میدان وردګ او پکتیکا ولایتونو کې د ټاکنو په اړه خلکو ته پوره ډاډ ورکوي چې ټاکني به پر خپل وخت او امنه فضا کې ترسره شي. خو خلک د ځینو سیمو په هکله اندیښمن دي.

https://p.dw.com/p/36Aoq
Afghanistan Präsidentschaftswahl Auszählung Frau
انځور: Reuters

که څه هم امنیتي چارواکي په امنه فضا کې د ټاکنو د تر سره کیدو ډاډ ورکوي، خو غزني او ځیني ګاونډيو ولایتونو لکه پکتیکا او میدان وردګ ځیني خلک د ټاکنو په اړه اندیښنه ښيې. هغوی وایې چې د دغو ولایتونو په ډیرو سیمو کې د امنیتي ستونزو له کبله د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې مرکزونه بند ول او له همدې وجې ښایي د نا امنو ولسوالیو خلک په ټاکنو کې ګډون و نه شې کړای.

د میدان وردګ ولایت د ټاکنو کمیسیون مشر ذبیح الله وګړي، له دویچه ویلې سره په خبرو کې وویل چې په ولایت کې امنیتي ځواکونه او د ټاکنو مامورین په پوره غور سره خپل مسئولیت او دنده پرمخ بیایي. هغه زياته کړه: «په میدان وردګ کې ټول ۱۵۷ مرکزونه دي چې ۳۵۴ محلات لرو. له بده مرغه د ناامنیو په سبب ۵۰ مرکزونه تړلې پاتې شوي او د نورو فعالو مرکزونو امنیت به امنیتي ځواکونه خوندي کړي.»

وګړي زیاته کړه چې ځيني مرکزونه تړلې دي چې په دې سیمو کې د ټاکنو ترسره کیدل هم ناشوني دي، ځکه د ټاکڼو له قانون سره سم په کوم مرکز کې چې نوم لېکنه وشي هغه کس یوازې په هم هغه مرکز کې رای کارولی شي: «هغه مرکزونه چې خلکو پکې نوم لیکنه کړې وي د انتخاباتو په ورځ به هم د خلکو پرمخ پرانیستي وي. یوازي نهه مرکزونه چې د امنیتي ځواکونو په سروي کې تړلي او نا ممکن ښودل شوي وي هلته به ټاکنې ونه شي.»

هغه همداراز وویل چې له دې ولايت څخه پارلمان د نهو ښځو او کوچیانو د دوو استازو په ګډون ۴۲ کسان کانديد دي. د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي د شفافو ټاکنو په اړه وايې چې د دوی په سیمو کې د ناامنیو له کبله خلکو د ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو د مرکزونو پرته په نورو سیمو کي د رای ورکولو له پاره نوم لیکنه نه ده کړي.

روح الله مایار، چې د میدان وردګ ولایت د بند چک ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايې: «په وردګو ولایت کې د څو ولسوالیو له مرکزونو پرته په نورو لیرو پروتو ولسوالیو کې نوم لیکنه نه ده شوي.»

عادل وزیري د میدان وردګ ولایت یو بل اوسېدونکی دی. هغه هم د ټاکنو په اړه اندیښمن دی: «زموږ په ولسوالیو کې امنیت نه شته او د ځینو ولسوالیو په مرکزونو کې نوم لیکنه شوې، خو نه په هغه اندازه چې باید شوې وای.»

په پکتیکا کې هم مسولین د ټاکنو په هکله خلکو ته ډاډ ورکوي او وايې چې په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کې فعالیت لري. د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز وايي چې په ټولو حوزو کې دوی امنیت تامین کړی دی: «امنیتي ځواکونو د انتخاباتو په مرکزونو کې امنیت ټینګ کړی دی.»

د ایاز په خبره په پکتیکا ولایت کې ۱۶۶ د رای ورکولو مرکزونه دي چې د ۶۰۰ په شا او خوا کې ټاکنیز محلات لري. هغه زیاتوي چې دا ټول محلات به د ټاکنو په ورځ فعال وې، څو خلک وکولای شي خپله رایه وکاروي.

پکتیکا په پارلمان کې درې څوکۍ حق لري چې یوه به پکښې ښځه او درې نارینه وي.