1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې چاودونو پنځوس تنه ووژل

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۲ آبان ۵, یکشنبه

په عراق کې د یکشنبې په ورځ د موټر بم چاودنو او بریدونو په ترڅ کې څه کم پنځوس تنه وژل شوي او په لسگونو تنه ټپیان شوي دي. د ۲۰۰۸م کال وروسته په عراق کې تاوتریخوالی خپلې لوړې کچې ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/1A6vr
انځور: picture-alliance/AP

یوازې د بغداد په ولایت کې نهو موټر بم چاودنو ۳۰ تنه وژلي دي. دغه چاودنې زیاتره په شیعه میشتو سیمو کې رامنځ ته شوي دي. پر دې سربیره د موصول په ښار کې په دولتي سرتیرو باندې د برید په پایله کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په یوه بله پیښه کې نور پنځه تنه وژل شوي دي.

عراق په وروستیو میاشتو کې د بریدونو او چاودونو د زیاتیدو شاهد دی. د اکتوبر د میاشتې د پیل راهیسې تر اوسه ۶۳۰ تنو په دغه هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عراق امنیتي چارواکو او رسنیو خبر ورکړی دی چې د بغداد په اتو سیمو کې موټر بم چاودنې رامنځ ته شوي دي. په دغو چاودنو او بریدونو کې د ټپیانو شمیر له ۹۰ تنو څخه اوښتی دی.

د بغداد په شمال کې د «شعب» په سیمه کې یوه تر ټولو بده پیښه رامنځ ته شوه چیرې چې په تجارتي سیمه کې دوو موټر بم چاودنو پنځه تنه ووژل او تر ۱۷ زیات یې ټپیان کړل.

په بغداد کې د البیاع، البلدیات، مشتل، او حریه سیمې د بریدونو نور هدفونه ول. د مشتل په سیمه کې د یوه سرویس په تم ځای کې چاودنه رامنځ ته شوې ده او نورې چاودنې په سوداگریزو سیمو کې رامنځ ته شوي دي.

ویل کیږي چې بنسټ پاله سنیان زیاتره وخت د شیعه گانو پر وړاندې چې په دغه هیواد کې اکثریت لري، بریدونه تر سره کوي. د بریدونو ډیریدو ته په کتو سره د عراق حکومت څه موده وړاندې د بغداد له اوسیدونکو څخه غوښتي ول چې یوه ورځ تر منځ له خپلو شخصي موټرو څخه استفاده وکړي، خو دغه گام هم د چاودنو په کموالي کوم تأثیر نه دی لرلی.

د عراق په شمالي ښار موصول کې د یوې موټر بم چاودنې په ترڅ کې دولتي سرتیري په نښه کړای شوي دي چې د یوه بانک مخې ته د خپلو معاشونو د اخیستو په موخه په کتار کې ولاړ وو. د پوځي او د روغتیا د چارواکو په وینا په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي او نور ۲۰ تنه بیا ټپیان شوي دي. په وژل شوو کسانو کې ښایي ملکي وگړي هم شامل وي.

یوازې د اکتوبر په میاشت کې په عراق کې د چاودنو او بریدونو په ترڅ کې د ۶۳۰ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی
یوازې د اکتوبر په میاشت کې په عراق کې د چاودنو او بریدونو په ترڅ کې د ۶۳۰ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دیانځور: picture-alliance/AP

د عراق پوځي چارواکو ویلي دي چې د دغې چاودنې لږ څه وروسته نامعلومو وسلوالو کسانو پر سرتیرو باندې برید کړی دی چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي دي. همداشان د بغداد د ښار په شمال ختیځ کې د المقدادیه په سیمه کې وسلوالو کسانو دوه تنه شیعه گان په ډزو وژلي دي.

په عراق کې روان تاوتریخوالې داسې کچې ته رسیدلې دی چې له ۲۰۰۸م کال وروسته یې سارې نه لیدل کیږي. د تاوتریخوالي روانې لړۍ داسې اندیښنې رامنځ ته کړي دي چې په عراق کې یو ځل بیا د سنیانو او شیعه گانو تر منځ مذهبي جگړه پیل نه شي، چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷م کلونو تر منځ د زرونو کسانو د مرگ په بیه تمامه شوې وه.

څیړونکي په دې آند دي چې د شیعه گانو په مشرۍ حکومت د دغه هیواد د لږکي سني مذهبه غوښتنو او مصیبتونو ته په رسیدگۍ کې پاتې راغلی دی او دغه مسئله د تاوتریخوالي د پیښو د ډیریدو لامل شوې ده. د عراق سنیان له سیاسي قدرته د محرومۍ او د امنیتي ځواکونو د بد چلند څخه شکایت کوي.