1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې پارلماني ټاکنې

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

د روانې میاشتې په پای کې په عراق کې پارلماني ټاکنې کیږي. په دغه ټاکنو کې به معلومه شي چې لومړی وزیر به پر خپل ځای پاتې شي او که نه. په دې ټاکنو کې ۳۹ بیلا بیلې ډلې د رایو د ترلاسه کولو له پاره سره ټاکنیزې سیالۍ کوي.

https://p.dw.com/p/1Bp2U
انځور: AFP/Getty Images

د عراق واټونه هیڅ کله هم د وروستیو ورځو په اندازه رنگینه نه وو. په خاصه توگه په پلازمینه بغداد کې لوی میدانونو د رنگونو په سمندرونو بدل شوي دي. خو عراق د نقاشانو له کبله نوې رنگینه بڼه نه ده خپله کړې، بلکې دا د بیلابیلو گوندونو، ائتلافونو او اړخونو د ټاکنیزو کمپاینونو لوځې او پلاکارتونه دي چې عراق ته یې نوې څیره وربخښلې ده.

ټاکنیز پلاکارتونه په ځینې ځایونو کې دومره ډیر دي چې آن د یو بل پر سر هم نصب شوي دي. په پارلماني ټاکنو کې د نوماندانو ډیر لوی انځورونه د ښارونو په هره برخه کې ترسترگو کیږي.

په عراق کې د اپریل پر ۳۰مه نیټه پارلماني ټاکنې ترسره کیږي. د پارلمان ۳۲۸ څوکیو ته ۹۰۰۰ کسانو ځانونه نومولي دي. هر نوماند غواړي رای ورکوونکو ته دا خبره ورسوي چې کولای شي عراق د سوکالۍ په لور بوځي. دا په ۲۰۱۱ کال کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته لومړنۍ برخلیک ټاکونکې ټاکنې دي.

د عراق اوسنې لومړی وزیر نوري المالکي هڅه کوي چې د دریم ځل له پاره هم په خپل مقام کې پاتې شي. د هغه «د دولت قانون ائتلاف» هڅه کوي چې له خپلو نارینه او ښځینه نوماندانو سره د خلکو رایې وگټي. د دې له پاره چې مالکي وشي کولای په راتلونکې دوره کې هم د عراق مشري وکړي، هغه په ډیر ماهرانه ډول آن په مخالفو گوندونو او ائتلافونو کې هم خپل طرفداران ځای پر ځای کړي دي. په دې ترتیب سره نو که آن د هغه گوند د لازمو رایو په ترلاسه کولو هم و نه توانیږي، د دې امکان شته چې ۶۳ کلن مالکي بیا هم په واک کې پاتې شي.

د عراق په پارلماني ټاکنو کې ټولټال ۳۹ ائتلافونو او اړخونو نوم لیکنه کړې ده. اوس په عراق کې د شیعه گوندونو تر څنگ سني، کوردي او نورې ډلې سره راټولې شوې دي چې د یوه واحد عراق له پاره په ټاکنو کې گډون وکړي.

خو د دې امکان هم شته چې یو شمیر عراقیان، چې د دغه هیواد سیاستوال فاسد بولي، خپله ډاډمنتیا نوره هم له لاسه ورکړي. عراقیانو د لومړي ځل له پاره پر خراب امنیتي وضعیت سربیره هم د صدام حسین د رژیم تر ړنگیدو وروسته په ټاکنو کې پراخ گډون وکړ، خو اوس تر دغو ټاکنو څو کاله وروسته د هغوی د هیواد وضعیت د ښه کیدو پر ځای لا خراب شوی دی. په عراق کې اداري فساد په یوې ورځینۍ پدیدې باندې بدل شوی دی، د بې روزگارانو کچه نه ده راټیټه شوې، عامه سکتور ضعیفه دی او سیاستوال یوازې د خپلو جیبونو په اړه فکر کوي. دغه ټولې خبرې سړی کولای شي په عراق کې له عامو خلکو واوري.

د ټاکنو فردي کیدل

Bagdad Wahlen 2014
انځور: Getty Images/Afp/Ali Al-Saadi

په فردوس میدان کې د نوري المالکي د انځور تر څنگ، په دې ټاکنو کې د ښځینې نوماندې باسمه الساعدي، انځور هم ترسترگو کیږي. الساعده د المالکي له ډلې سره تړاو لري. د عراق په پارلمان کې د ښځو ونډه ۲۵ سلنې ته رسیږي.

دغه ښځه په ټاکنیزو مبارزو کې ونډه اخلي او په واټونو کې خلکو ته ښيي چې څرنگه هغې ته رایې ورکولای شي. دا لومړی ځل دی چې د عراق خلک یوازې گوندونو ته نه، بلکې ځانگړو انفرادي نوماندانو ته هم خپلې رایې ورکولای شي. د دې کار په پایله کې اوس ټاکنې د دې پر ځای چې پر پالیسیو متمرکزې وي، پر انفرادي کسانو باندې هم متمرکزې شوې دي.

د الساعدي او المالکي اړخونه غواړي چې د بریا په صورت کې خپلو پخوانیو سیاستونو ته دوام ورکړي، خو ډیر شمیر نور نوماندان بیا د بدلونونو غوښتنه کوي. یو شمیر نوماندان په خپلو ټاکنیزو پلاکاتونو کې دغه خبره په واضح ډول لیکي چې المالکي د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی. آن د المالکي یو شمیر نزدې متحدینو له هغه څخه اوس واټن نیولی دی. په دې ترتیب سره نو که د المالکي ائتلاف په دغو ټاکنو کې تر ټولو پیاوړې هم وي، نو د یوه شریک موندل به ورته ستونزمن کار وي.