1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په عراق کي څو سني ټبره له داعش سره يوځای سوي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۵, جمعه

افراطي ډلي «اسلامي دولت» داسي ويډيو خپره کړې ده چي پکښي د عراق په انبار ولايت کي د نزدې ۵۰ سني ټبرو مشران په دغه هيواد کي د شيعه جنگيالیو له ويري، د داعش مشر البغدادي ته بيعت کوي.

https://p.dw.com/p/1Fc3Q
انځور: picture-alliance/AP Photo

څو ورځي دمخه په پاريس کي د «داعش ضد ائتلاف» په کنفرانس کي امریکا متحدو ايالاتو او متحدانو ئې اعلان وکړ چي «اسلامي دولت» ډله يوازي له پوځي لاري نه سي ماتېدای او له دغي ډلي سره بايد په سياسي برخه کي هم مبارزه وسي. د دوی مطلب سيمه ييز سني ټبرونه ول.

خو د نړيوالو تلاښونو سره سره بيا هم په عراق او سوريه کي له دغي افراطي ډلي سره نه يوازي دا چي ډېر خلک يو ځای سوي، بلکي له هغوی سره مرستي کوي. تر دې دمخه سياسي څارونکو ويلي ول چي بې له سيمه ييز ملاتړه امکان نه لري چي دغه ډله دي په سيمه کي پرمختگ وکړي.

اسلامي دولت ډلي د يوې ويډيو په خپرولو سره ادعا کړې ده چي د عراق په انبار ولايت کي د نزدې ۵۰ سني ټبرونو مشران په يوه غونډه کي د «اسلامي دولت» ډلي مشر ابوبکر بغدادي ته بيعت اعلان کړی دئ. په ويډيو کي ويل کيږي چي دغه غونډه د تيري شنبې په ورځ جوړه سوې وه.

«اسلامي دولت» ډلي ته نژدې انترنيتي پاڼو داسي راپورونه خپاره کړي دي چي دې ورته يوه غونډه د تيري چارشنبې په ورځ د عراق په فلوجه ښار کي هم جوړه سوې وه چي هلته هم سني ټبرونو له دغي ډلي سره خپل بيعت اعلان کړ.

د فلوجې د غونډه يوه وياند شېخ احمد الجميلی ويلي دي چي د ايران له خوا د عراق د حکومت ستر ملاتړ د دې سبب سوی دئ چي سني ټبرونه له «اسلامي دولت» سره يوځای سي.

هغه ويلي دي: «تر څو غونډو او خبرو اترو وروسته په فلوجه کي د قبايلو مشران او استازي دې پريکړې ته ورسېدل چي له اسلامي دولت سره يو ځای سي.» هغه زياته کړې ده: «اسلامي دولت ډله يوازنۍ ډله ده چي کولای سي د عراق د صفوي حکومت او شيعه ياغيانو پر وړاندي مقاومت وکړي.»

په عراق کي سني افراطيان د عراق اوسنی حکومت د ايران لاس پوڅی گڼي او هغه «صفوي حکومت» بولي.